د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ممکن د طالبانو د مشر سره وګورم


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي په افغانستان کې د سولې په برخې کې د هلو ځلو لپاره ممکن د طالبانو د مشر سره وګوري.

اردوغان د سي ان ان شبکې د ترکي څانګې سره په مرکې کې د طالبانو سره د ترکیې چارواکو د اړیکو په هکله وویل، "ښایي داسې حالت ته ورسیږو چې د هغه شخص سره چې د هغوي (طالبانو) مشر دی، وګورو. "

د ترکیي پوځ لا هم په افغانستان کې دی او دې هیواد ویلي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته چمتو دی چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو مسؤلیت په غاړه واخلي.

ویل کیږي چې د ترکیې او امریکا چارواکي همدا اوس د هغو لوژستیکي، دپلوماتیکي او مالي امکاناتو په هکله خبرې کوي چې ترکیه یې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د خوندي ساتلو او مدیریت لپاره اړتیا لري.

د ترکیې جمهور رئیس د سي ان ان سره په مرکې کې ویلي، " په افغانستان کې تازه تحولات او د عامو خلکو وضعیت په ریښتیني توګه ناراموونکی دی. "

د طالبانو د مشر سره د لیدو د امکان په هکله ښاغلي اردوغان وویل، "ولې؟ ځکه که داسې حالات په لوړه کچه کنټرول نکړو، پداسې حالاتو کې په افغانستان کې د سولې راتګ به امکان ونلري. "

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان څو اوونۍ وړاندې په طالبانو غږ کړی و چې باید د "خپلې خاورې د اشغال" نه لاس واخلي.

په افغانستان کې د جګړو د شدت اخیستو نه پس په ترکیه کې اندیښنې پیدا شوي چې ښایي یو ځل بیا به ګڼ شمیر افغانان دې هیواد ته د پنا اخیستو په خاطر مخه وکړي.

همدا اوس پدې هیواد کې شاوخوا ۳.۶ میلیون د سوریې کډوال پراته دي.

XS
SM
MD
LG