د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ترهګري د اسلامي نړۍ ستره ستونزه ده


له ترهگرۍ سره مبارزه او د کډوالو د شخړې اوارول، هغه دوه مهم مسایل دي چی په دې غونډه کې به پرې بحث وشي.
له ترهگرۍ سره مبارزه او د کډوالو د شخړې اوارول، هغه دوه مهم مسایل دي چی په دې غونډه کې به پرې بحث وشي.

ترکي ولسمشر وايي اسلامي هیوادونه باید نورو ته انتظار ونکړي او پخپله ترهګرۍ مخه ونیسي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان د یوې داسې غونډې کوربه دی چې د ا سلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان، د دیرشو هیوادونو مشرانو پکې گډون کړی دی.

ولسمشر اردوغان د دغه سازمان په دیارلسمه غونډه کې د وینا په ترڅ په دې ټینگار وکړ چې ترهگري، هغه ستره ستونزه ده چی اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.

هغه له ترهگرۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره اسلامي مشران دېته وهڅول چې خپل اختلافات له منځه یوسي، او د دغې ستونزې د اوارولو چاره د امنیتي او مالي مسایلوپه برخه کې وکړي. ولسمشر اردوگان غږ وکړ چې د سعودي عربستان په ابتکار اومشرۍ دې، د ترهگرۍ خلاف یو موثر اتحاد جوړ شي.

ولسمشر اردوغان وویل د دې په ځای چې موږ نورو قواو ته انتظار وکړو چې په اسلامي هېوادونو کې د ترهگرۍ د پېښو خلاف او یانورو شخړو د اوارولو لپاره گامونه پورته کړي، پکارده موږ پخپله داسلامي اتحاد له لارې ورته د حل لارې پیدا کړو.

ښاغلي اردوغان وویل چی د ترهگرۍ زیاتره قربانیان مسلمانان دي او دا د شرم وړ خبره ده. همدارنگه، په هغو کسانو کې چې اروپا ته ځي، هغوی هم زیاتره مسلمانان دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړاندیز وکړ چې په استانبول کې دېره د پولیسو د همکاریو یو گډ مرکز دې، د ٥٧ غړیو هېوادونو له خوانه جوړ شي.

د ایران ولسمشر حس روحانی استانبول ته تللی دی
د ایران ولسمشر حس روحانی استانبول ته تللی دی

د اسلامي همکاریو د سازمان په دې غونډه کې د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان او د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم شامل دي. په دې وروستیو وختونو کې د دې دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ستونزمنې شوې دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان چی عربي نوم ېې (منظمة التعاون الإسلامي) دی ٥٧ غړي هېوادونه لري. د ٥٦ هېوادونو په استازیو کې چې د ترکیې په استانبول کې راټول شوي دي، ٣٣ تنه ولسمشران او صدراعظمان دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان له خوا په دې غونډه کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله برخه اخیستې ده.

ددغې سرمشریزې غونډې مقصد دادی چی د مسلمانانو ترمنځ د اختلافات په سوله ئیز ډول له منځه یوسي. په دې کې له ترهگرۍ سره مبارزه او د کډوالو شخړې هغه دوه مهم مسایل دي چې د بحث اصلي ټکي گڼل کېږي.

تمه کیږي، د اسلامي همکاریو د سازمان په دې غونډه کې چې په استانبول کې جوړه شوې ده، د فلسطین، لیبیا، یمن، سوریې او په اذربایجان پورې تړلې سیمېنگورنو قره باغ په مسلو باندې خبرې وشي.

ددغې سر مشریزې غونډې په ترڅ کې به ترکیه له مصر نه ددغه سازمان ریاست په غاړه واخلي. په داسې حال کې چې ترکیه به ددې سازمان کوربه توب او ریاست کوي؛ یوشمېر د ولسمشر رجب طیب اردوغان دریځ جنجالي گڼي. یوه برخه ېې له دې امله چې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي سره ېې اړېکې درلودلې. محمد مرسي د مصر له ولسمشرۍ نه پرته له دېنه چی دوره ېې پوره شي، د پوځي کودیتا له لارې په ٢٠١٣ کې له جمهوري ریاست نه د مصر داوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خوانه معزول شو. د مصر اوسنی ولسمشر په دغه غونډه کې گډون نه کوي.

د سوریې شخړه هم ددغې سر مشریزې غونډې په اجنډا کې شامله ده. د مصر استازي او د بهرنیو چارو وزیر سامح شکوري هیله څرگنده کړله چی د د سوریې د شخړې د حل لپاره یوه داسې چټکه لاره منځته راشي چی د سورېې د خلکو له هیلو سره سمه وي او د ترهگرۍ خلاف مبارزې ته اجازه ورکړي.

د یوې شمېرنې له مخې ترکیې تقریبا سل زره هغه کډوال چی د ایجین په سمندر کې د اروپا پ لورسفر کوي، د سفر په ترڅ کې، له ډوبیدلو نه ژغورلي دي

ترکیې په خپله تراوسه پورې ٢،٧ ملیونه سوري کډوالو ته پناه ورکړېده.

XS
SM
MD
LG