د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د تروریزم ضد قانون کې د بدلون غوښتنه رد کړه


ترکیې او اروپایي ټولنې د سوریې د مهاجرینو پر سر موافقه کړې.
ترکیې او اروپایي ټولنې د سوریې د مهاجرینو پر سر موافقه کړې.

اروپایي ټولنه د ترکیې نه غواړي چې خپل د ترویزم ضد قانون دې بدل کړي خو جمهور رئیس اردوګان وایي چې هغوي د اسلامي دولت یا داعش د ډلې او کردي یاغیانو د ګواښ سره مخ دي او د اروپايي ټولنې غوښتنه یې رد کړیده. :

جمهور رئیس اردوګان چې په استانبول کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله، د اروپایي ټولنې غوښتنه یې په کلکو ټکو رد کړله. ښاغلي اردوګان وویل چې ترکیه نه یوازې د داعش بلکې د کردانو د تروریستي پیښو سره لاس او ګریوان ده. هغه زیاته کړه چې د تروریزم ضد د قانون بدلول هیڅ امکان نلري.

ترکیې د اروپایي ټولنې سره د سوریې د مهاجرینو پر سر معامله کړې. د دې معاملې له مخې ترکیه پخپله خاوره کې مهاجرینو ته پناه ورکوي او په بدل کې یې اروپایي ټولنه د ترکیې سره مالي مرستې کوي او هم به ترکان اجازه ولري چې د ویزې اخیستلو نه بغیر اروپایي هیوادونو ته سفر وکړي.

خو جمهور رئیس اردوګان وایي چې که د دې معاملې په بدل کې د ترکیې نه د تروریزم ضد قانون د بدلولو غوښتنه وشي، مونږ دغه شان معامله هیڅ نه غواړو.

" هغوي ویلي دي که دا شرط یې ومنل شي، د ویزو مسله به هم حل شي. خو زه ورته وایم چې تاسو خپله لار نیسۍ او مونږ به خپله لار نیسو. "

انتقاد کوونکي وایي چې په ترکیه کې د تروریزم ضد قانون د تروریستي ډلو نه زیات په هغو کسانو تطبیق کیږي چې د په جمهور رئیس او حکومت یې انتقاد کو ي. خو پخپله جمهور رئیس اردوګان بیا وایي چې پکار ده دا قانون نور هم باید جامع شي.

په ترکیه کې همدا اوس د پوهنتون د سلګونو استادانو نه د همدې قانون پر اساس تحقیقات کیږي. هغوي په ګډه یوه عریضه لاسلیک کړې وه او د پوځ نه یې غوښتي و چې د کردي یاغیانو ځپل دې بند کړي او د سولې خبرې دې پیل شي.

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو چې د اروپایي ټولنې سره یې پدې معاملې کې مهم نقش درلود، د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ یې د صدراعظمۍ د مقام نه استعفا ورکړه. داسې ویل کیږي چې جمهور رئیس اردوګان هغه مجبوره کړی و چې خپله دنده پریږدي.

د سیاسي چارو کارپوه چنګیز اختر وایي، سره لدې چې نور صدراعظم احمد داود اوغلو په د ترکیې د سیاست نه وتلی، خو ډیر احتمال شته چې اروپایي ټولنه به د جمهور رئیس اردوګان سره لار یوسي.

" د اروپا مشرانو په ځانګړې ډول د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل پدې ډیره خوښه وه چې د جمهور رئیس اردوګان سره کار وکړي او زه فکر کوم چې هغوي به تر دې وروسته هم د هغه سره مستقیماً کار وکړي. "

کارپوهان پدې باور دي چې د ترکیې او اروپایي ټولنې تر منځ د همکارۍ له برکته د هغو پنا غوښتونکو او مهاجرینو شمیر کم شویدي چې د ترکیې نه یونان ته تلل. د معلوماتو له مخې د تړون نه مخکې هره ورځ په اوسط ډول یونان ته شاوخوا زر پنا غوښتونکي اوښتل خو اوس د تړون نه وروسته دغه شمیر سلو ته راټیټ شویدی.

XS
SM
MD
LG