د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په عراق کې د نظامي مداخلې ګواښ وکړ


ترکیې ویلي دي چې د موصل په عملیاتو کې دې هغوي ته برخه ورکړل شي.
ترکیې ویلي دي چې د موصل په عملیاتو کې دې هغوي ته برخه ورکړل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي که په عراق کې وضعیت دومره خراب شي چې د ترکیې امنیت ته خطر پیښ کړي، هغوي په ټولو نظامي لارو چارو غور کوي چې ځمکني عملیات هم پکې شامل دي.

ښاغلي اوغلو د ترکیې څلوریشت خصوصي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي دي چې " د خپلو نړیوالو حقونو نه په ګټې اخیستو په عراق کې د اسلامي دولت او کردي جګړه مارانو د ګواښونو مخه نیسي. "

د ترکیې دغه چارواکې په مرکې کې دا هم ویلي دي چې" که زمونږ لپاره خطر زیات شي، د خپل قوت نه به کار واخلو چې مخه یې ونیسو او دا زمونږ طبیعي حق دی."

د دغو څرګندونو نه یوه ورځ وړاندې مولود چاوش اوغلو ویلي و چې د کردانو د کارګر ګوند یا پې کې کې یاغیان د عراق نه ترکیې ته اوړي او هلته د بریدونو بندوبست کوي.

په همدې حال کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي چې د عراق د موصل په ښار کې یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په څو مرکزونو هوایي بریدونه کړیدي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې پرون یې پنځه هوایي بریدونه کړي او د داعش دوه ویشت مورچلونه، اته تونلونه او نهه موټر یې له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG