د لاس رسي وړ اتصالات

دترکېې په سورېه باندی خپل بندېزونه ولگوی


دترکېې په سورېه باندی خپل بندېزونه ولگوی
دترکېې په سورېه باندی خپل بندېزونه ولگوی

دترکېې صدراعظم طېب رجب اردووان وايی دده حکومت به په سورېه باندی خپل بندېزونه ولگوی. که څه هم داروپا له خوانه پرېکړه لېک دامنېت په شوری کې منظورنشو.

روسیې او چین د ملگرو ملتونو هغه پریکړه، د سه شنبی په ورځ ویتو کړه چې سورېې ته پکې د بندېزونو گواښ شوی و. دروسېې او چېن دغه کار امرېکا او اوروپايی هېوادونه په غوسه کړل.

په دغه پرېکړه لېک کې سوریه غندل شوې وه او گواښ ورته شوی و چي که سمدستي د ملکي مظاهره چیانو د ځپلو نه لاس وانه خلي، نوبندېزونه به پرې ولگول شی.

ښاغلی اوردو وان د په خپله وېنا کې د چارشنبی په ورځ په جنوبی افرېقا کې ووېل چې ناکامه پرېکړه به ترکېه او ېوشمېر اروپايی هېوادونه له دېنه اېسار نکړی چې دسورېې خلاف گامونه اوچت کړی.

دامرېکا استاځی سوزن راېس ووېل دغه مسوده فرانسې، برتانیې، جرمني او پورتگال ددې پریکړي مسوده برابره کړې وه او هغه یې درې ځله ددې دپاره تعدیل کړه چي د ویتو مخنیوی وکړي. دې پریکړي ته پرون د سه شنبې په ورځ نهه موافقي او څلور ممتنع رایي ورکړل سوې.

XS
SM
MD
LG