د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په پوله د اذربایجان او ترکیې ګډ پوځي تمرینونه تهران ته خبرداری دی - شنونکي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د ترکیې او آذربایجان ځواکونو دا میاشت د ایران پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه ترسره کړل. د لوړ پوړو ترکي او آذربایجاني جنرالانو په ګډون د ځواک ښودنې دې تمرینونو د شنونکو په خبره، ایران ته پیغام درلود.

د ترکیې د ولسمشر سلاکار، مېسوت کېسن وویل: "دا ایران ته یو ډیر واضح پیغام دی چې باید د اذربایجان خپلواکۍ او ددې هېواد او شاوخوا سیمې حقونو او جغرافیې ته درناوی وکړي او په ښکاره، ترکیه حاضره ده چې د ایران هر ډول تیري کوونکي اقدام ته ځواب ووايي."

په ایران کې د رژیم ضد پراخو مظاهرو په لړ کې، تهران په باکو تور لګولی چې په ایران کې آذري اقلیت راپاوري. ایران د خپلو دغو نیوکو سره هم مهاله د آذربایجان په پوله د دواړو خواوو تر منځ بهېدونکي سیند ته څېرمه پوځي عملیات پیل کړي دي.

د بن پوهنتون استاد، زاور ګاسیموف وویل: "موږ د اذربایجان په پوله د ایران د پوځي تمرینونو شاهدان یو. ایران په تیرو څو میاشتو کې د متحرکو پلونو عملیات کړي چې دا باکو ته د پیغام په توګه د ایران د پوځ موخې څرګندوي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اذربایجاني سیال الهام علیوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د ترکیې پوځي ملاتړ له اذربایجان سره د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې په بېرته نیولو کې مرسته کړې وه. اسرائیل هم اذربایجان ته وسلې ورکوي او د دواړو خواوو تر منځ اړیکې له ایران سره د روانې ترینګلتیا له امله نورې پیاوړې شوي دي.

په تل ابیب کې د ملي امنیت څېړنو د انسټیټیوټ شنونکې، ګالیا لینډنسټرس وویل: "اذربایجان د اسرائیل دپاره د انرژۍ برابرولو او امنیتي همکاریو کې خورا مهم دی. ایران فکر کوي اذربایجان اسرئیلو ته اجازه ورکوي چې د اذربایجان له سرحد څخه ایران په نښه کړي. اذربایجان هم په ایران کې د لوی آذري اقلیت له امله ایران ته د تهدید په سترګه ګوري. دا ټول مسایل ددې لامل شوي چې باکو په اسرائیل کې خپل سفارت پرانیزي."

د اذربایجان ولسمشر علیوف پخوا له تهران سره د اړیکو له ترینګلتیا ډډه کوله، خو د ځواکمنو ملاتړو په موجودیت کې او خپلو وروستیو پوځي بریاوو ته په کتو، هغه اوس قوي دریځ نیولی او خبرداری یې ورکړی چې په ایران کې د آذري اقلیت ننګه کوي.

د بن پوهنتون استاد، زاور ګاسیموف وویل: "څو اونۍ وړاندې په اسرائیلو کې د اذربایجان سفارت پرانیستل شو. دا ټول اقدامات ښیي چې باکو له تهران سره په خپلو اړیکو کې ځواکمن دریځ غوره کړی او دا په سیمه کې نوي تحرکات او همدارنګه د ایران کمېدونکی رول ښيي."

د ترکیې او اذربایجان ګډ پوځي عملیات وروستي نه ښکاري ځکه انقرې د ایران د هر ډول ګواښ په وړاندې د اذربایجان د ملاتړ ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG