د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د ټیکري په سر کولو په هکله د رای ګیرۍ وړاندیز کړی


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان شنبه اکټوبر ۲۱ (تلې۳۰) په ټول هیواد کې د عمومي انتخاباتو وړاندیز کړی چې له مخې به یې پریکړه وشي میرمنې حق لري په دولتي ادارو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې ټیکري پر سر کړي.

تر ۲۰۱۳ کاله پورې په دولتي ادارو کې د حجاب پر سره بندیز و خو د ښاغلي اردوغان ګوند چې پخپله یې هم پرهیزګار مسلمان دی دغه بندیز لیرې کړ.

په ترکیې کې د ټیکري په سر کولو او نه په سر کولو بحث پداسې حال کې پدې تیرو څو میاشتو کې تود شوی چې ټاکل شوې پدې هیواد کې په ۲۰۲۳ کال کې عمومي انتخابات وشي او ګمان دا دی چې دا انتخابات به د اردوغان شل کلنې واکمنۍ ته یو جدي چلنج وي.

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وخت ناوخته په حجاب دا بندیز لیرې کول د یوې نموني په توګه یادوي او ټینګار یې دا دی چې ګوند یې د "دیندارو" ترکانو استازیتوب کوي او د هغو سیکولر ګوندونو برعکس دا کار کوي چې تر ۲۰۰۲ کاله پورې یې پدې هیواد کې واکمني وه.

ښاغلي اردوغان د مهم سیاسي مخالف ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو ته په خطاب کې وویل، "که همت لرئ راځئ چې دا موضوع (ټیکري پر سر کول) ټولپوښتنې یا ریفرنډم ته کښیږدو او پرې ږدو چې ملت پریکړه وکړي."


ښاغلي قلیچدار اوغلو د ترکیې د خلق جمهوري ګوند مشر دی چې باني یې اتاترک ایښی.
د دې ګوند مشر هم د داسې یو قانون وړاندیز کړی چې د ټیکري پر سر کولو د حق ضمانت ورکوي او دا کار یې د هغو ویرو له منځه وړلو په خاطر کړی چې خلک فکر کوي دا ګوند به یو ځل بیا د ټیکر پر سر کولو بندیز ولګوي.
د ۱۹۹۰ په لسیزه کې ټیکری د بحثونو اصلي موضوع و خو نن په ترکیه کې چې اکثریت یې مسلمانان دي هیڅ یو ګوند یې د بندیز غوښتنه نکوي.

د ترکیې د خلق جمهوري ګوند مشر د همدې میاشتې په سر کې وویل، "مونږ د ټیکري په هکله پخوا سهوې کړي خو اوس یې وخت را رسیدلی چې دا موضوع شاته پریږدو".

مبصرین چې د ترکیې موضوعا څاري وایي چې ښاغلي قلیچدار اوغلو دا کار پدې خاطر کوي چې مذهبي رای ورکوونو ته وښیي د دې سیکولر ګوند څخه دې ویره نلري.

XS
SM
MD
LG