د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې په دوه ترافیکي پیښو کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۸ ټپیان شوي


افغانستان کې هر کال په لویو لارو په ترافیکي پیښو کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسیږي.
افغانستان کې هر کال په لویو لارو په ترافیکي پیښو کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسیږي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې په دوه جلا ترافیکي پيښو کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی د شنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري ۹) امریکا غږ اشنا ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې دا دوه ترافیکي پیښې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تیرو ۱۲ ساعتونو کې پیښې شوي دي.

ښاغلي دولتزي وویل، چې لومړۍ پیښه تیره شپه د کابل – جلال اباد په لویه لار قرغیو ولسوالۍ مربوط د نارنج باغ په سیمه کې د مسافرو ډک د یو کاسټر بس او سراچي ډوله د تیز رفتار موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې، چې په کې اته تنه مړه شوي لس تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي دولتزي وویل، چې دوهمه پیښه نن د شنبې د ورځې سهار د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پیښه شوې، چې په کې ۱۲ تنه مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت د والي ویاند وویل، چې د دواړو پیښو ټپیان د درملنې لپاره د مهترلام او جلال اباد ښارونو کې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

هغه وویل، چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته دی.

د لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو چارواکي وايي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د لغمان ولایتي چارواکي د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ډرایورانو بې احتیاطي د ترافیکي پیښو د اصلي عامل په توګه یادوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د جنګ جګړو وروسته هر کال په زیاته اندازه مرګ ژوبله په لویو لارو د ترافیکي پیښو له امله پیښیږي.

XS
SM
MD
LG