د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې څلور طالب قوماندانان وژل شوي


د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د څلورو طالب قوماندانو په ګډون د دغې ډلې ۲۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي، چې دغه عملیات تیره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په سور ډاګ سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د وسله‌والو طالبانو په دوو نظامي مرکزونو ترسره شوي دي.

د بیان له مخې، په وژل شوو کسانو کې د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد، قاري خالد او اسماعیل په نوم د طالبانو څلور قوماندان هم شامل دي او ۱۴ نور شکمن کسان نیول شوي دي.

خو د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي امریکا غږ ته وویل چې عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا شوي چې له امله یې د مدثر په نوم یو مهم قوناندان له نولسو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

هغه وايي په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو دوه موټرې او یو شمېر وسلې هم د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو د سیمې یو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې دیارلس طالبان او یو شمېر ملکي خلک وژل شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې یې دیارلس حکومتي عسکر وژلي او د دولسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبره یې هم منلې ده.

اعلامیه کې راغلي چې د حکومت په ‌‌‌‌‌‌ډزو یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG