د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د نړیوالو ځواکونو پر موټر چاودنه شوې


د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو سرتیرو گزمه - عکس ارشیف
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو سرتیرو گزمه - عکس ارشیف

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کلانتر سیمه کې نن شنبه (اپریل ١٣) مازیګر د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت پر سرتیرو د سړک د غاړې ماین چاودیدلی او دوه سرتیري یې ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو هم ویلي دي چې دا پیښه د سړک د غاړي د ماین د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي اشنا رادیو ته وويل چې د میانجوی په سیمه کې د بهرنیو پوځونو پر موټر د سړک د غاړي ماین چاودیدلی دی او ۲ بهرني عسکر چې هویت يې ندی معلوم، ټپیان شوي دي.

خو په جنوب کې د ناټو د قاطع ماموریت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې په پېښه کې ۲ رومانیايي عسکر ټپیان شوي.

اعلامیه زیاته وي چې چاودنه د نړیوالو قواوو د ګزمې پر موټر شوې.

میانجوی سیمه د کندهار نړیوال هوايي ډګر ته نږدې پرنه ده.

رومانیايي سرتیري تر ډيره د کندهار د نړیوال هوايي ډګر بهر د امنیت چاري سمبالوي چې په ترځ کې هره ورځ د ډنډ، دامان او تخته پل ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د کندهار هوايي ډګر سره نږدې موقعیت لري، امنیتي ګزمې کوي.

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG