د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په یو داخلي برید کې درې امنیتي افسران وژل شوي


دا لومړی ځل نه دی چې داخلي برید کې افغان پوځیان وژل کیږي،د دې وړاندې هم یو شمیر پوځیان په دغسې پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه یوه بجه ددغه ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د کندهار د جنوبي ولسوالیو د سوق او ادارې په مرکز کې د یو داخلي برید په پایله کې یو د افغان پوځ او دوه د پولیسو صاحب منصبان وژل شوي دي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سلطان محمد چې د کندهار د څلورو نورو لویدیځو ولسوالیو اوپراتیفي چارو مسولیت هم په غاړه لري، امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې پیښې په اړه وویل، چې په دې برید کې د میوند ولسوالۍ د تروریزم مدیراو د مخابرې مدیر هم ټپیان شوي دي.

سمونوال سلطان محمد وویل، چې برید کونکی پوليس وو چې د پیښې وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.

دی زیاته وي چې پېښه د ولسوالۍ د سوق او ادارې په مرکز کې رامنځ ته شوې.

سمونوال سلطان محمدوویل " نن د سهار وختي ۱ بجه يې د سوق او ادارې په مرکز کې پر خپلو همکارانو برید کړی ۲ تنه پوليس او ۱ د ملي پوځ نمائنده يې وژلي او د تروریزم او مخابرې مدیران يې ټپیان کړيدي. کله چې د نورو پوليسو له لوري ده ته د تسلیمدو خبرداری ور کړ شو ځان يې د تومانچې په ډزو وواژه او د پېښي انګیزه لاهم نده معلومه".

سمونوال سلطان محمد وايي چې برید کونکي پوليس له تیرو څو کالو راهیسې د پوليسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

سمونوال سلطان محمد وویل " برید کونکي پوليس له تیرو ۸ کالو راهیسې په پنجوايي ولسوالۍ ، کندهار ښار دریمه حوزه او میوند ولسوالیو کې دنده تر سره کړې لاهم نده روښانه چې د پېښې اصلي عامل به څه وي خو تر تحقیقاتو وروسته به روښانه شي".

دا په تیرو شپږ میاشتو کې په کندهار کې د داخلي برید لمړنی پېښه ده.

افغان امنیتي مقامات وايي چې د پوليسو او نورو امنیتي قواوو په لیکو کې د داخلي بریدونو د مخ نیوي لپاره له تیري څه مودې راهیسې څارنه زیاته شوې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG