د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:۲ افغان کډوال د جنسي ځورونې او کورني تاوتریخوالي په تور بنديان شوي


دا افغانان تازه له افغانستان څخه امریکا ته راستانه شوي وو
دا افغانان تازه له افغانستان څخه امریکا ته راستانه شوي وو

دوه افغانان، چې تازه له افغانستان څخه متحدو ایالاتو ته راغلي وو او د ویسکانسن ایالت د مک کای په نظامي اډې کې ځای پر ځای شوي و، یو یې د کم عمره نجلۍ سره د جنسي ځورونې او بل یې د کورنۍ د یوې غړې سره د زور زیاتي په تور بندي شول.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۲ (وږي۳۱) پدې کسانو د لګیدلو تورونو په سند کې ویلي چې یو تورن شخص بحرالله نوري نومیږي چې ۲۰ کاله عمر لري او د جنسي تیري څو تورونه پرې لګیدلي دي.

د عدلیې وزارت په اتهامنامې کې همدارنګه ویل شوي چې بحرالله نوري په یو مورد کې د یو کم عمره شخص سره د زور د لارې په جنسي ځورونې تورن شوی، په دریو نورو مواردو کې د یو کم عمره شخص سره په جنسي تیري کې د لاس لرلو او په یو بل مورد کې د زور نه په کار اخیستو تورن شوی. ویل کیږي چې پدې ټولو پیښو کې هغوی، چي په جنسي ډول ځورول شوي‌، کم عمره ماشومان وو.

بل نوی راغلی افغان کډوال محمد هارون عماد نومیږي چې ۳۲ کاله عمر لري. دا افغان هم د مک کای په نظامي اډې کې د خپلې کورنۍ سره پروت دی او دا تور پرې دی چې خپله میرمن یې تر ستوني نیولې وه.

دواړه تورن کسان د سپټمبر په ۱۶مې محکمې ته حاضر شول او اوس د ویسکانسن ایالت په یو زندان کې بندیان دي. ټاکل شوې د هغوي دویمه محاکمه نن پنجشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې۱) دایره شي.

که په ښاغلي نوري ټول لګیدلي تورونه ثابت شي او مجرم وبلل شي، لږ تر لږه ۳۰ کاله او ډیر تر ډیره ټول عمر بندي کیدی شي.

همدارنګه که عماد مجرم ثابت شي، ډیر تر ډیره تر لسو کالونو بندي کیدی شي.

په اتهامنامې کې راغلي چې چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی او د مک کای نظامي اډې د پولیسو د څیړنو نه وروسته پدې دوه نویو راغلیو افغان کډوالو دا تورونه لګیدلي دي.

XS
SM
MD
LG