د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ورجینیا په ایالت کې په ډزو کې ۲ تنه وژل شوي


ډزې هغه وخت وشوې چې د لیسې زده کوونکي د خپلو کورنیو سره یو ځای د فراعت مراسمو څخه راووتل.
ډزې هغه وخت وشوې چې د لیسې زده کوونکي د خپلو کورنیو سره یو ځای د فراعت مراسمو څخه راووتل.

د متحده ایالاتو د ورجینیا ایالت په مرکز رچمونډ ښار کې دوه تنه هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپي شول چې یو نولس کلن شخص د موټرو په تمځای کې د خلکو په یوې ډلې ډزې وکړلې.

پولیس وایي ډزې هغه وخت وشوې چې د لیسې زده کوونکي د خپلو کورنیو سره یو ځای د فراعت د مراسمو څخه راووتل.

د رچمونډ ښار د پولیسو سرپرست مشر رک ایډوارډز ویلي چې د برید په تړاو یې ۱۹ کلن هلک نیولی او پلان لري چې د دویمې درجې قتل او نورو تورونو یې متهم کړي.

پولیسو ویلي چې یو وژل شوی ۱۸ کلن او بل یې ۳۶ کلن و. سره لدې چې په مطبوعاتو کې ویل شوي و چې وژل شوي زوی او پلار و خو د پولیسو مشر دا خبر تائید نکړ.

ښاغلي ایډوارډ په خبري کنفرانس کې وویل چې په ټپي شویو کې د یو تن وضعیت د اندیښنې وړ دی خو نور یې ښایي ژوندي پاتې شي.

تر اوسه نده معلومه چې دې نولس کلن هلک ولې په خلکو دا ډزې کړي او دا هم نده څرګنده چې آیا هغه د فارغینو سره څه تړاو درلود که نه.

د وسله وال تشدد آرشیف په نامه یو غیر حکومتي سازمان چې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو ډزو په هکله معلومات راټولوي وایي چې د روان میلادي کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې په امریکا کې ۲۲۵ داسې پیښې شوي چې یو وسله وال پکې په ډیرو خلکو ډزې کړي.

په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډیروالي له کبله جمهور رئیس جوبایډن تیره میاشت یو ځل بیا په کانګرس غږ وکړ چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.

جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې "سمدستي لاسلیک" کړي.

جمهور رئیس بایډن دا غوښتنه د ټکساز په ایالت کې له وسله وال برید څخه وروسته وکړه. په دغې برید کې چې له همداسې یوې وسلې څخه په کې کار اخیستل شوی، لږ تر لږه اته تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG