د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ښار کې یو ځانمرګی او دوه چاودنې شوي


ولسمشر غني د چهارشنبې په سهار له کابل څخه کندهار ته تللی دی.
ولسمشر غني د چهارشنبې په سهار له کابل څخه کندهار ته تللی دی.

په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال تیره شپه ( چنګاښ ۱۲ مه) د کندهار په ښار کې د یو ځانمرګي برید مخه نیول شوې او دوه پرله پسې چاودنې شوي، چې د بریدګر له وژل کیدو پرته چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د کندهار د پولیسو یو ویاند څارمن قسیم ازاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تېره شپه د کندهار ښار په ۹ حوزه کې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپلې موخې ته له رسیدو څخه وړاندې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې یوازې برید کوونکی وژل شوی او بل چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي ازاد وویل، دا پېښه د کندهار د ښارد لوی ویالې په سیمه کې د پوليسو له یوې امنیتي پوستې سره نږدې شوې ده.

څارمن ازاد وويل، چې برید کوونکی د پوليسو له لوري پيژندل شوی وو، خو د پوليسو له لوري د خبرداري د غږ سره سم يې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ور کړې ده.

تر دغې پېښې وروسته په کندهار ښار کې دوه نورې چاودنې هم يو په بل پسې وشوې، خو چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

پولیس وایي، لومړۍ چاودنه په باسیکل کې د ایښودل شوو چاویدونکو توکو د چاودنې له امله شوې او بله چاودنه هم په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته د چاودنې له امله پیښه شوې ده.

دا امنیتي پیښې کندهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال شوي دي.

ښاغلی غني د چهارشنبې د ورځې په سهار کندهار ته رسیدلی دی.

کندهار ته د ولسمشر غني د سفر لپاره له تیري ورځې راهیسې په دغه ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.

ولسمشر غني نن د پنجشنبې په ورځ هم د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کې د خلکو سره خپلو لیدونو ته دوام ور کړی دی.

د اتل قول اردو قومنداني د کندهار له ښار څخه په شل کیلو میتره واټن کې پرته ده.

نن د کندهار د والي په دفتر کې د ولسمشر غني سره د مدني ټولنې، ښځینه فعالانو، دیني عالمانو او د پانګه والو استازو د لیدو کتو پلان ترتیب شوی وو، خو د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ولسمشر غني به د ورځې په اوږدو کې د اتل قول اردو په مرکز کې د کندهار د بیلابیلو قشرونو له استازو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکړي.

بلي خواته د ولسمشری ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايې چې ولسمشر غني پنجشنبې د ورځې سهار وختي په کندهار ښار کې د خرقې شریفې زیارت وکړ او بیرته د اتل قول اوردو مرکز ته ستون شوی دی.

له دې سره سم په کندهار ښار کې هغه واټونه چي د ولسمشر غني د امنیت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو بیرته پرانستل شوي او د ښار په ځینو برخو کې د خلکو پر تګ راتګ لګیدلی بندیز پای ته رسیدلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG