د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د چاقو برید؛ دوه ماشومانې سختې ټپیانې شوي دي  


د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د پولیسو مقاماتو ویلي، دوه نجونې چې ښوونځي ته روانې وې پرې برید شوی او ټپي شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو ویاند ویلي، چې د برید په اړه نور معلومات نه شي ورکولی، خو زیاته کړې یې ده، چې برید د مونشن ښار په لوېدیځ کې ایلرکرشنبرګ په ښارګوټي کې شوی دی.

د جرمني د بيلډ ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي پر دغو دوو ماشومانو په چاقو بريد شوی دی.

پولیسو ویلي، بریدګر د نجونو له ټپي کولو وروسته یوې نږدې ودانۍ ته تښتېدلی، چې اوس د پولیسو تر محاصرې لاندې ده.

پولیسو په دې ودانۍ کې د خلکو په اړه معلومات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې ایا بریدګر د دوی په منځ کې دی او که نه.

د ایلرکرشنبرګ پولیسو ویلي، چې د روانو څېړنو په پایله کې به حقایق په ډاګه شي.

د بریدګر او د هغه د انګېزې په اړه تر اوسه معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG