کلثوم عبدالله او مریم شریفي دوې مسلمانې ښځې دي چې د ورزش په برخه کې فعالیت کوي او له دې لارې غواړي نورې ښځې هم په ټولنه کې فعالیت ته و هڅوي.
ورزش او په ټولنه کې د ښځو پياوړتیا
۵
مریم شریفي په کابل کې د AERCS په نامه د یوه غیر انتفاعي سازمان بنسټ ایښودونکې ده. هغه په دغه سازمان کې غره ته د ختلو یو ښونځی لري چې له دې لارې ځوان متشبثین روزي.
۶
مریم شریفي د امریکا د کلورادو ایالت په یوه ورزشي مرکز کې غره ته د ختلو د تمرین په حال کې.
۷
مریم شریفي د کلورادو په ایالت کې د خصوصي تشبثاتو په برخه کې زدکړې کوي او هغه په دې عقیده ده چې غره ته د ختلو له لارې کیدای شي خلکو ته د پیاوړتیا، د سختیو د ګاللو او پر ځان د باور درس ورکړل شي.
۸
مریم شریفی په افغانستان کې د یوه غره کمره ته د ختلو په حال کې. آغلې شریفي هیله لري افغانستان یوه ورځ د نړیوالو کمره ختونکو کوربه اوسي.