د لاس رسي وړ اتصالات

دوه زره نور طالب بندیان به په نږدو کې خوشې شي – غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي چې ډیر ژر به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان له بند څخه خلاص شي.

ښاغلي غني دغه خبرې د پنحشنبې په ورځ ۱۱ جون (۲۲ غبرګولي) د اتلانتیک شورا سره په یو‌ ویډیویي ‌کنفرانس کې د خبرو پر مهال کړي او د سولې په برخه کې یې د ښه پرمختګ له کبله خوښي څرګنده کړې.

د افغان دولت سره قید ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د افغان دولت ۱۰۰۰ تنو بندیانو خوشې کیدل د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې د سولې توافقنامې له عمده شرایطو څخه دي چې د امریکایي مقاماتو په وینا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواروي.

ولسمشر غني همداراز د طالبانو په لاس د بندي شویو امنیتي او دفاعي سرتیرو د نه خوشې کیدو له کبله په طالبانو انتقاد کړی او خپله اندیښنه یې ښودلې.

ښاغلي غني ویلي چې د سولې لپاره د امریکا او د افغانستان حکومت هڅې یو بل سره همغږې دي او راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي.‌

ښاغلي غني د امریکا له خلکو څخه د مننې او د هغوي د قربانیو او مرستو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې امریکا او د نړۍ نور هیوادونه د نظامي سکتور سربیره په نورو سکتورونو کې هم خپلې مرستې وغځوي.

ولسمشر غني همداراز په افغانستان کې د امریکايي ّځواکونو قوماندان، جنرال کنت مکنزي خبرو ته په اشارې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړ توګه د امریکایي سرتیرو ویستلو لپاره لا شرایط مساعد نه دي.

د اتلانتیک شورا د څیړنیز مرکز لخوا په دغې جوړې شوې انلاین غونډې کې د والسټریټ ژورنال خبریالې جېسېکا دوناتي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څخه وپوښتل: که چیرته د سولې لپاره د طالبانو یو شرط ستاسو استعفا او د یوې موقتې ادارې رامنځته کیدل اوسي، تاسو به استعفا ورکړئ؟

غني په ځواب کې وویل: د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره غلطي هماغه وه چې اعلان وکړ چې استعفا به ورکوي. مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی. هیله کوو چې له مونږ نه د دغه فلم بیاځلي تکرارولو غوښتنه مه کوئ چې مونږ پوهیږو انجام یې څه دی.

د واک څخه د ګوښه کیدو او موقت حکومت د جوړیدو پوښتنې ته د غني ځواب
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

ولسمشر غني همداراز په نړۍ کې د کروناویروس ټولنیونې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان نږدې ۸۰ تر ۹۰ سلنه خلک په دغه سخت وخت کې روغتیايي او خوراکي مرستو ته ضرورت لري.

ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي هیأت کې د ښځو په شتون تاکید وکړ او په خپلې راتلونکې کابینې کې یې د لا ډیرو میرمنو د ګمارلو په اړه خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG