د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې کې په یوه ښوونځي کې په ډزو کې دوه تنه ټپي شوي

د فرانسې په جنوب کې، مارسی ته نږدې، یوه ۱۴ کلن زده‌کوونکي د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۲مه، د ښکاري ټوپک په واسطه د یوه منځني ښوونځي پر مدیر او یوې کارکوونکې ډزې وکړې او دواړه یې ټپیان کړل.

د سیمې ښاروال، ژان پییر سکیلارې، خبریالانو ته ویلي چې د ښوونځي یوه څارونکي له پولیسو تر رسېدو مخکې د زده‌کوونکي ټوپک ترې اخیستی و.

د ښاروال په وینا، دواړه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی ټپونه ډیر ژور نه دي. پولیسو وروسته ۱۴ کلن زده‌کوونکی نیولی دی.

تر اوسه داسې څرګند شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا پېښه په فرانسه کې د ښوونځیو د کمزوري تمویل او د کارکوونکو د کمښت پر ضد له وروستیو اعتراضونو سره تړاو ولري.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د دوشنبې په ورځ د زده‌کوونکو په اعتراضونو کې تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې د ښوونځیو د ستونزو د حل لپاره باید په ارامه فضا کې خبرې وشي.

مکرون ټینګار کړی چې د زده‌کوونکو اندېښنې باید واورېدل شي، خو د اعتراضونو په نوم د اور لګولو، د شتمنیو د ویجاړولو او نورو تاوتریخجنو کړنو زغم نه لري.

په همدې حال کې، د ښي اړخي سیاستوالې مارین لوپن په ګډون ځینو سیاسي څېرو د ښوونځیو د امنیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. ټاکل شوې وه چې د فرانسې د پوهنې او کورنیو چارو وزیران هم د پېښې ځای ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG