د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې امریکایي ځواکونو په ایران سخت ګوزارونه کړي او زیاتوي دا بریدونه به تر هغې روان وي تر څو ایراني چارواکي خبرو ته حاضر شوي نه وي.
ښاغلي ټرمپ سه شنبه جولای ۱۴ د فاکس نیوز سره په مرکې کې وویل چې د اوس لپاره د ایران د انرژۍ په سکتور بریدونه نکوي خو زیاتوي چې ښایي راتلونکې اوونۍ کې به یې وکړي.
ټرمپ په مرکې کې ویل، " د انرژۍ اهداف به آخر ته وساتم خو بالاخره به مونږ د انرژۍ اهداف وولو. مونږ به په هغوي نن شپه سخت ګوزار وکړو. مونږ به په هغوي سبا شپه سخت ګوزار وکړو. مونږ به د هغوي ټول برښنا کوټونه له منځه یوسو، مونږ به د هغوي ټول پلونه له منځه یوسو تر څو چو هغوي د خبرو میز ته حاضر شوي نه وي".
په عین حال کې د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، امیرالبحر براډ کوپر ویلي چې ایراني ځواکونو پدې تیرو اوو ورځو کې په قصدي توګه په سوداګریزو کښتو بریدونو کې ملکیان په نښه کړي چې څه باندې ۱۰ د کښتیو عمله پکې وژل شوي، ټپي شوي او یا لادرکه شویدي.
په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې ایراني ځواکونو د خلیج په ګاونډیو هیوادونو هم لسګونه توغندي او بې پیلوټه یا ډورن الوتکې توغولي دي. اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د دې "بې موجبه تیري" له کبله ایران مسؤل بولي چې د بې ګناه خلکو ژوند په خطر کې اچوي.
د سمندري محاصرې بیا پیل کول
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تنګي د سمندري محاصرې د اعلانولو پر مهال وویل چې له دې وروسته به امریکا د "هرمز تنګي ساتونکې" په توګه پېژندل کېږي.
د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونو په ایراني اهدافو باندې د بریدونو یوه بله لړۍ پیل کړیده.
سنټکام سه شنبه جولای ۱۴ د اکس په شبکې کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې بریدونه د واشنګټن پر وخت سه شنبه جولای ۱۴ د ماسپښین په دریو بجو پیل شویدي.
امریکایي ځواکونو ویلي د بریدونو د دې لړۍ هدف د ایراني ځواکونو وړتیا کمزروې کولو ته ادامه ورکول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو بریدونه وکړي.
د سنټکام په اعلامیې کې ویل شوي چې په ایران باندې دا تازه بریدونه داسې مهال کیږي چې په عین وخت کې امریکایي ځواکونه د ایران بندرونو او ساحلي سیمو د سمندري محاصرې لپاره چمتوالی نیسي.
په ایران باندې د بریدونو په غبرګون کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل په ایران به بریدونه تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې ایراني چارواکي بیرته خبرو ته نه وي حاضر شوي.
ښاغلي ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکې کې وویل چې د اوس لپاره د ایران د انرژۍ په سکتور بریدونه نکوي خو زیاتوي چې ښایي راتلونکې اوونۍ کې به یې وکړي.
ټرمپ په مرکې کې ویل، " د انرژۍ اهداف به آخر ته وساتم خو بالاخره به مونږ د انرژۍ اهداف وولو. مونږ به په هغوي نن شپه سخت ګوزار وکړو. مونږ به په هغوي سبا شپه سخت ګوزار وکړو. مونږ به د هغوي ټول برښنا کوټونه له منځه یوسو، مونږ به د هغوي ټول پلونه له منځه یوسو تر څو چو هغوي د خبرو میز ته حاضر شوي نه وي".
په عین حال کې د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، امیرالبحر براډ کوپر ویلي چې ایراني ځواکونو پدې تیرو اوو ورځو کې په قصدي توګه په سوداګریزو کښتو بریدونو کې ملکیان په نښه کړي چې څه باندې ۱۰ د کښتیو عمله پکې وژل شوي، ټپي شوي او یا لادرکه شویدي.
په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې ایراني ځواکونو د خلیج په ګاونډیو هیوادونو هم لسګونه توغندي او بې پیلوټه یا ډورن الوتکې توغولي دي. اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د دې "بې موجبه تیري" له کبله ایران مسؤل بولي چې د بې ګناه خلکو ژوند په خطر کې اچوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تنګي د سمندري محاصرې د اعلانولو پر مهال وویل چې له دې وروسته به امریکا د "هرمز تنګي ساتونکې" په توګه پېژندل کېږي.
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې پر ایران به بریدونه دوام مومي. ده زیاته کړه چې ایران اوس هم "یوه معامله غواړي".
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازي مرستیالې تامي بروس د امنیت شورا ته ویلي: "که ایران پر کښتیو ډزې وکړي، موږ به سمدستي په قوت ځواب ورکړو."
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو دغې ډېپلوماتې زیاته کړې چې "متحده ایالتونه به په سیمه کې له خپلو ملګرو سره ولاړ وي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې واشنګتن به د هرمز تنګي پورې اړوند، د ایران ټولې وړتیاوې له منځه یوسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې ایران به د هرمز تنګي ساتونکی وي او دا چاره به روانه وي.
اوسمهال له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري د منځني ختیځ په بېلابېلو برخو کې دېره دي. امریکايي پوځیان وايي دوي خپل ماموریت ته ځېر او د تیارسۍ په حالت کې دي.
فورم \ دبحث خونه