د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په تکزاس ایالت کې د چین د قونسلګري د تړلو امر کړی


د امریکا د تکزاس ایالت په هوستن ښار کې د چین قنسلګري
د امریکا د تکزاس ایالت په هوستن ښار کې د چین قنسلګري

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري ۱) وویل چې د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې یې د چین قونسلګرۍ ته سپارښتنه کړې چې تر درې ورځو پورې خپل فعالت بند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګوس په یوه اعلامیه کې ددغه اقدام دلیل د امریکا د متحده ایالاتو د معنوي مالکیت او خصوصي معلوماتو ساتنه ګڼلې ده.

بیجینګ په غبرګون کې د واشنګټن دغه اقدام غندلی او ګواښ یې کړی چې د هغې په غچ اخیستنه کې به د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې د متحده ایالاتو قونسلګري وتړي.

ووهان ښار هغه ځای دی د کروناویروس لومړي ځل لپاره پکې رامنځ ته شو او له هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور شو.

پدې وروستیو میاشتو کې د امریکا د متحده ایالاتو او چین اړیکې په بیسارې توګه د مختلفو مسلو پر سره خرابې شوې دي.

پدغو مسایلو کې د چین په ووهان ښار کې د کروناویروس خپریدل، د چین له لورې پر هانګ کانګ باندې د سخت دریځه امنیتي قوانینو وضع کول، دوه اړخیزه سوداګري او د ایغور مسلمانانو په وړاندې د چیني مقاماتو ناوړه چلند شامل دي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ جولاۍ۲۱ (چنګاښ۳۱) په لندن کې د نړۍ هېوادونه د چین د کمونست ګوند پر ضد اقداماتو ته وهڅول.

ښاغلي پمپیو د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او نورو چارواکو سره له ملاقات وروسته چین یو "ګواښ" وګاڼه او وویل چې امریکا غواړي هغه هېوادونه بریالي وي چې د دموکراسۍ او ازادي په ارزښت پوهېږي او دا خپلو خلکو او خپل حاکمیت ته مهم ګڼي.

بریتانیا هم د چین د نوي امنیتي‌ قانون په غبرګون کې له هانګ کانګ سره د «تورنو کسانو د استرداد تړون» وځنډوه. بریتانیا همداشان تېره اونۍ د چین له «هواوي» شرکت څخه د ۵- جي‌ ټکنالوژۍ د وسایلو پېرودل هم لغوه کړل.

ولسمشر ټرمپ د «هواوي» په شرکت باندې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن د بندیز پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې هغه پر لندن فشار راوړی و چې له چین سره د کروناویرس د موجوده اندېښنو په غبرګون کې دا کار وکړي.

XS
SM
MD
LG