د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس غواړي ټیک ټاک بند کړي  


جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د چین د مشهورې ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک اپلکیشن باندې د بندیز لګولو لپاره د دواړو ګوندونو له خوا یوه منل شوې لایحه اعلان کړه.

متحده ایالات وېره لري چې دا اپلکیشن ښایي د امریکایانو په اړه د جاسوسۍ او د محتویاتو سانسور کولو لپاره وکارول شي. د سناتور روبیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا قانون به د ټولنیزو رسنیو د هر هغه شرکت ټولې معاملې بندې کړي چې د چین او روسیې تر نفوذ لاندې وي.

هغه زیاته کړې چې د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې یو بل ورته قانون د کانګرس د جمهوري غوښتونکي غړي مایک ګالګیر او دیموکرات راجا کریشنامورتي له خوا وړاندې شوی دی. په بیجینګ کې د بایټ ډانس شرکت چې د ټیک ټاک مالک دی، پدې اړه سمدلاسه د رویترز پوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

دا لایحه پداسې حال کې وړاندې کیږي چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د ویدیوګانو د شریکولو ددغه اپلکیشن د بندولو هڅې د ناکامیدو وروسته پدې وروستیو اونیو کې په واشنګټن کې د ټیک ټاک ارزونې وده کړې.

تیره میاشت د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا د فدرالي تحقیاتو د ادارې FBI رئیس کریستوفر وری، وویل چې په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک عملیات د ملي امنیت اندیښنې راپورته کوي. هغه هغه خطر ته ګوته ونیوله چې کیدای شي د چین حکومت ددې اپلکیشن په کاروونکو نفوذ وکړي یا د هغوی وسایل کنټرول کړي.

په ۲۰۲۰ کې، د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه چې د ټیک ټاک نړي کارونکي د هغه له ډاونلوډ کولو څخه منع کړي خو ددې مقرراتو د نافذولو لپاره یې په محکمو کې څو دعواوې وبایللې.

په متحده ایالاتو کې د بهرنیو پانګوونې په اړه د متحده ایالاتو د حکومت کمیټې (CFIUS) ، چې د ملي امنیت ځواکمنه اداره ده، په ۲۰۲۰ کې بایټ ډانس ته امر وکړ چې ټیک ټاک دې ودروي ځکه کیدای شي د متحده ایالاتو د کارونکو ډیټا د چین کمونیست حکومت ترلاسه کړي.

CFIUS او TikTok د میاشتو راهیسې په دې بحث کوي چې هدف یې د ټیک ټاک د څه دپاسه ۱۰۰ میلیون کاروونکو ډیټا خوندي شي.

XS
SM
MD
LG