د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا د دفاع وزیر ګوښه کړ


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په دوو پرله پسې ټویټري پیغامونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک اسپر ګوښه کول او د نوي وزیر د معرفي کولو خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ غرمه د نومبر ۹ (لړم ۱۹) په دې پیغام کې لیکلي چې د دفاع وزارت د تروریزم سره د مبارزې د مرکز رئیس کرستوفر میلر، ددې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

جمهور رئیس ټرمپ پرته له دې چې د ښاغلي اسپر د ګوښه کولو لپاره کوم مشخص دلیل ذکر کړي په یو ټویټري پیغام کې یې لیکلي: "کرس [کرستوفر میلر] به عالي کار ترسره کړي. مارک اسپر ګوښه کړای شوی. د هغه له کړنو مننه کوم."

یو شمیر امریکایي رسنیو تیره اونۍ رپوټ ورکړی و چې ښاغلی اسپر د جمهور رئیس سره د نظر د یو لړ اختلافاتو د پیدا کیدو په دلیل خپله استعفا سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړې ده. که څه هم چې د دفاع وزارت یو شمیر مقاماتو ددې رپوټونو په ردولو سره ویلي وو چې ښاغلی اسپر داسې کوم څه په پام کې نلري.

د رپوټونو له مخې د جمهور رئیس ټرمپ او ښاغلي اسپر اړیکې د جون د میاشتې راهیسې خرابې شوي. ښاغلي ټرمپ د جون د میاشتې د پراخو مظاهرو وروسته ګواښ کړی و چې د مظاهرو د ځپلو لپاره به د پوځ نه کار واخلي؛ هغه مظاهرې چې د پولیسو قساوت او د نژادي توپیر د غندلو په مقصد رامنځ ته شوی وی.

ښاغلي اسپر هغه وخت په څرګنده توګه د مظاهرو د ځپلو لپاره د پوځي قواو د استلو سره مخالفت وکړ. مارک اسپر د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و.

کرستوفر میلر چې ۳۱ کاله یې د امریکا په پوځ کې خدمت کړی دمخه تر دې چې د اګست په میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت د تروریزم سره د مبارزې د ملي مرکز رئیس په توګه وټاکل شي، د ځانګړو عملیاتو او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دفاع وزارت مرستیال و.

XS
SM
MD
LG