د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران په 'ډير بد حالت' کې دی او 'غاړه به ږدي'

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران په "ډېر خراب حالت" کې دی او دا هېواد به بلاخره "غاړه ږدي".

ټرمپ سه‌شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اجازه نه ورکوي ایران اټومي وسلې ولري.
ولسمشر ټرمپ وویل چې متحدو ایالتونو په تېرو څو ورځو کې د هرمز تنګي له لارې خورا زیات تېل انتقال کړي دي.

یوه ورځ مخکې، ټرمپ د اکسیوس خبري شبکې یو راپور رد کړی و چې ګواکې د ایران د اټومي پروګرام په بدل کې امریکا ایران ته د بندیزونو د لیرې کولو او د شتمنیو د ازادولو ژمنه کړې ده.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې امریکايي او ایراني چارواکو په تېرو دوو ورځو کې د منځګړو له لارې د مذاکراتو خبر ورکړی دی.

د ایران حکومت اعلان کړی چې د اوو ورځو په اوږدو کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه واشنګن د تهران طرحې ته ځواب استولی چې د ایران په کابینه کې به پرې بحث وشي.

د ایران د پلان له مخې، چې ولسمشر ټرمپ مخکې رد کړی، تهران وړاندیز کړی و چې که متحده ایالتونه د ایران پر سمندري بندرونو خپله محاصره پای ته ورسوي نو د هرمز تنګی به په یوې اونۍ کې بیا پرانېستل شي.

متحدو ایالتونو تراوسه له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د ټرمپ په وینا، ایران د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هڅه ځکه کوي چې تهران د ماتېدو او واشنګټن د ګټلو په حالت کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي په اړه د تهران په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ایران سپاه پاسدران وايي چې هرمز تنګی یې په کنټرول کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په ایران کې په میشتې یوې ادارې او په روسیې کې پر دوو ادارو ایران ته د پوځي تجهیزاتو او د وسلو په لېږدولو کې د ښکېلتیا له امله بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت هم د ایران د اقتصادي انزوا د عملیاتو د یوې برخې په توګه پر لسو هغو اشخاصو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي چې د دغه وزارت په وینا، د ایران د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو لپاره یې وسلې او پرزې برابرولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG