د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان باندې د ۳۰۰۰ رهبري شویو بمونو او د هغې اړوند مهماتو د پلورلو په معاملې موافقه کړې ده. سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د امریکایي وسلو ستر بیردونکی هیواد دی.
ددغې معاملې ارزښت چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې کیږي د امریکا د دفاع وزارت د مقاماتو په وینا ۲۹۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.
د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن ژمنه کړې چې پر سعودي عربستان باندې د امریکایي وسلو خرڅول بند کړي او پر ریاض باندې به فشار راوړي تر څو د یمن جګړه چې ستر بشري ناورین یې رامنځ ته کړی پای ته ورسوي.
د امریکا د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه معامله به "د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د سعودي عربستان وړتیاوی" پیاوړې کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې ددغو ځیرکو مهماتو حجم او دقت د جانبي زیانونو د کمیدو سبب کیږي.
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاعي امنیت د همکارۍ ادارې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۹ ددغې معاملې په هکله کانګرس ته خبر ورکړ.
د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس غړو د روان کال په لومړیو کې په یمن کې د سعودي په مشري پوځي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هکله غوسه څرګنده کړه او هڅه یې وکړه چې پر سعودي عربستان باندې د اف-۳۵ امریکایي جت جنګي زالوتکو د خرڅلاو مخنیوی وکړي، خو هغوی پدې هڅه کې بریالي نشول.
که د امکریکا کانګر سونشي کړای پر سعودي عربستان باندې د نویو وسلو د خرڅلاو مخه ونیسي، د امریکا د منتخب جمهور رئیس جو بایډن حکومت کولای شي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۲۰ وروسته د هغې د بندولو لپاره اقدام وکړي.
د نړیوالې پالیسۍ په مرکز کې د وسلو او امنیت د پروګرام رئیس ویلیم هارتونګ ویلي دي: "د خاصې اندیښنې وړ ده، د ټرمپ حکومت سره له دې چې څه کم یوه میاشت وخت یې پاته دی، ددغه ډول جنجالي معاملو د کولو هڅه کوي."