ټاکل شوې چې د یکشنبې په ماښام [جون ۱۴مه] د سپینې ماڼۍ په جنوبي څنډه کې په یو لوی چمن کې د متحده ایالتونو د ۲۵۰مې کلیزې په ویاړ د ګډو رزمي لوبو یا اېم اېم اې سیالۍ ترسره شي. د سیالیو ورځ د ولسمشر ډونالډ ترمپ د عمر د ۸۰مې کلیزې سره هم برابره ده.
د ولسمشر له دفتر څخه څو ګامه لېرې، د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې د یو لړ زړه راښکونکو سیالیو لپاره ترتیبات نیول شوي دي.
د یو اېف سي ورزشي بنسټ لخوا، د اېم اېم اې دغه سیالۍ له برېټانیا څخه د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د ګټلو د ۲۵۰ کلیزې په ویاړ جوړېږي.
ددغو سیالیو نه مخکې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یو ایف سي بنسټ له مشر ډېنا وایټ سره د ورزشي ډېپلوماسۍ او ملګرتیا سند لاسلیک کړ. روبیو د لومړي ځل لپاره په سپینې ماڼۍ کې د اېم اېم اې سیالیو ترسره کېدل، مهم وګڼل.
روبیو وویل: "دا چې د هېواد د ۲۵۰ کلیزې د مراسمو د یوې برخې په توګه، دوی دا مراسم او شاته یې سپینه ماڼۍ ګوري، زه دا د امریکایانو لپاره یوه ډالۍ ګڼم."
د ګډو رزمي لوبو لوبغاړی بو نیکال په سپینې ماڼۍ کې د سیالیو ترسره کېدل، یو لوی غنیمت بولي او وايي چې دا به په نړۍ کې د بلې هرې ورزشي سیالۍ په پرتله خورا په زړه پورې وي.
بونیکال ویلي چې دې سیالیو ته "د درنښت او قدردانۍ په سترګه" ګوري.
بل لوبغاړی مایکل چانډلر وايي چې د مسلکي اړخه دا ورته یوه عالي شېبه ده ځکه چې دا تاریخي سیالۍ دي.
مایکل چانډلر وویل: "دا چې زه په سور، سپین او ابي رنګونو کې پوښل شوی یم او له سپینې ماڼۍ څخه د سیالۍ ځالې ته ځم چې د خپل هېواد استازیتوب وکړم، د ځان استازیتوب وکړم، دا ښکاره کړم چې زه څوک یم او دا هېواد زما لپاره څه معنا بخښي، دا یو رښتینی شوی خوب دی."
نن یکشنبه به اووه سیالۍ کېږي او نږدې پنځه زرو ننداره چیانو لپاره ځای جوړ شوی دی.
فورم \ دبحث خونه