هغه برتانوي تیاتر چې د افغانستان په اړه د خلکو د ښه پوهاوي لپاره په تاریخي پیښو تمثیلي پارچې جوړې کړي دي، د امریکا د سفر په وروستی مرحله کې دی. په امریکا کې دې ډارمو دومره بحثونه زیږولي دي لکه څومره چې په افغانستان کې د برتانویانو د رول او نقش په اړه کیږي.