د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له افغانستان سره تر یو ملیارد ډالرو مرسته اعلان کړه


بریتانیا وايي نوې مرستې به یې په افغانستان کې په کارموندنه، پوهنه، روغتیا او د اقتصادي بنسټونو په جوړونه ولګول شي
بریتانیا وايي نوې مرستې به یې په افغانستان کې په کارموندنه، پوهنه، روغتیا او د اقتصادي بنسټونو په جوړونه ولګول شي

د بریتانیا حکومت د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه د مرستندویانو تر کنفرانس وړاندې خپلې مرستې معلومې کړې او د ۷۵۰ ملیونه پونډو مرسته یې اعلان کړه.

د بروکسل کنفرانس چې په پلان کې ده، ددې اوونۍ په منځ کې د اکټوبر په څلورمه او پنځمه دایر شي، افغان حکومت تمه لري، چې د نړیوالو ټولنې درې نیم ملیارده ډالره مرسته ترې جلب کړي.

د بروکسل له کنفرانس وړاندې نن بریتانیا له افغانستان سره د راتلوونکو څلورو کلونو لپاره د پرمختیايي مرستو کچه معلومه کړه او ددغه هیواد سفیر په کابل کې وویل چې هیواد به یې ۷۵۰ ملیونه پونډه نوې مرسته له افغانستان سره وکړي.

د بریتانیا سفیر وویل دا نوې مرستې به یې په افغانستان کې په کارموندنه، پوهنه، روغتیا او د اقتصادي بنسټونو په جوړونه ولګول شي.

د بریتانیا سفیر ډومنیک جرمي خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د بروکسل کنفرانس ته بشپړ تیاری لري او له نورو مرستندویانو هم تمه لري، چې د بریتانیا په څېر خپلې مرستې او تعهد پدغه کنفرانس کې له افغانستان اعلان کړي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ډومنیک جرمي وویل" د بروکسل کنفرانس د نړیوالې ټولنې د مرستو د پای په معنی ندی، بلکې نوی پیل دی".

بلې خواته ارګ د بریتانیا د یو ملیارد ډالرو مرستو د اعلان هرکلی وکړ.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني ویلي، چې د بریتانیا دا مرستې به په موثر او شفافه توګه د افغانستان په پراختیا ولګول شي.

د بریتانیا سفیر ډومنیک جرمي دا هم وویل چې هیواد به یې ۱۵ ملیونه پونډه په عاجله توګه د افغان کډوالو په بیرته راستنېدنې هم ولګوي او پدغو مرستو به راستنېدونکو کډوالو د ځای ځایګي او بیړنۍ مرستې برابرې کړي.

د بروکسل کنفرانس د نړیوالو مرستندویانو کنفرانس دی، چې له افغانستان سره د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو لپاره خپلې مرستې پکې اعلانوي.

XS
SM
MD
LG