د لاس رسي وړ اتصالات

بريتانيا، د ايران د سپاه پاسداران انقلاب، د ملي امنيت لپاره ګواښ وباله

بريتانيا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب به د ملي امنيت لپاره د ګواښ په توګه ونوموي. د دې پرېکړې او د نوي قانون له مخې به د دغه سازمان ملاتړ په عملي ډول جرم وبلل شي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پارلمان ته په يوه ليکلي بيان کې وويل، د سپاه پاسداران انقلاب ملاتړ لدې ډلې سره د ملاتړ او مثبت نظر څرګندولو څخه نيولې تر مرستې پورې، دا ټول به جنايي عمل وګنل شي او سرغړونکي به تر ۱۴ کلونو پورې د بند له سزا سره مخ شي.

د بريتانيا حکومت دوه نورې ډلې هم د ګواښ په توګه په تور لست کې شاملې کړې دي چې په هغو کې "د حق د ملګرو اسلامي غورځنګ" (IMCR) په نوم ډله هم شامله ده چې له ايران سره تړلې ډله بلل کېږي او په بريتانيا کې يې پر يهودي اهدافو د بريدونو مسووليت هم منلی. بله د روسيې د پوځي استخباراتو ادارې (GRU) رضاکار ځواک په نوم ډله هم پدې لست کې شامله ده.

شبانه محمود وويل: "ايران او روسيه زموږ په خاوره کې د خپلو ناوړه کارونو د ترسره کولو لپاره له نيابتي ډلو او جنايتکارانو کار اخلي. ما په چټکۍ سره درې ډلې نومولې دي، څو هغه کسان چې د دوی لپاره کار کوي، وپلټل شي او په زندان کې واچول شي."

دغه پریکړه د بریتانیې د ملي امنيت (د دولتي ګواښونو) د قانون له مخې ترسره کېږي او د عملي کېدو لپاره د پارلمان تاييد ته اړتيا لري. که قانون جوړونکي د روانې اوونۍ په وروستيو کې دغه اقدامات تاييد کړي، هغه کسان چې د دغو ډلو په استازيتوب د اور بلولو په ګډون تخريبي فعاليتونه ترسره کوي، ښايي د عمري بند له سزا سره هم مخ شي.

د بريتانيا لومړي وزير کیير سټارمر وويل، نوي واکونه به د هغو کسانو محاکمه اسانه کړي چې په بريتانيا کې د نورو هېوادونو لپاره "ناوړه کارونه" ترسره کوي. هغه زياته کړه چې بريتانيا به هېڅکله پداسې ځای بدل نشي چې دا هیوادونه او ډلې یې د وېرې، وېش او تاوتريخوالي د خپرولو لپاره وکاروي.

د برتانیا حکومت د سپاه پاسداران انقلاب سره تړلي يو شمېر ګواښونه ياد کړي، چې په بريتانيا کې د ايران انټرنېشنل ټلوېزيون د دوو خبريالانو د وژنې د پلان او پر برتانوي اهدافو د سايبري بريدونو ادعاوې هم پکې شاملې دي.

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب چې د ۱۹۷۹ کال د انقلاب وروسته جوړ شو او اټکل کېږي شاوخوا ۱۹۰ زره فعال غړي ولري، لا له وړاندې د امريکا، کاناډا او استراليا له خوا د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

اروپايي ټولنې هم د روان کال په جنورۍ کې دغه ډله د ترهګرۍ په نوملړ کې شامله کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG