د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، هېواد یې له جرمني سره د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د ګډ تولید او پراختیا تړون نهایي کوي.
زیلینسکي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د سپټمبر دوهمه، د جرمني له صدراعظم فریدریش میرڅ سره له ټلیفوني خبرو وروسته کړې دي. هغه په اېکس کې لیکلي چې دواړو مشرانو د ډرونونو پر تړون، د جرمني د هوايي دفاع پر نوې مرستې او د مخامخ لیدنې پر پلانونو خبرې وکړې.
دغه تړون چې اوکراین یې څو میاشتې مخکې وړاندیز کړی و، تمه ده د بېلابېل ډول ډرونونو، د توغندیو او اړوندو سافټویرونو ګډه پراختیا او تولید پکې شامل وي.
دا به د جرمني او اوکراین د دفاعي همکاریو پر روانو پروګرامونو هم تکیه ولري. جرمني د کیف د سفارت له لارې د څو میلیون یورو په ارزښت د ۱۵ زره «سټریلا» شنډ کوونکو ډرونونو د برابرولو پروګرام هم تمویلوي. دغه ډرونونه د ایران ساخت د روسیې د «شاهد» ډوله برید ګرو ډرونونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
REST FOR WEB
د جرمني دفاعي ټکنالوژۍ شرکت «کوانټم سیسټمز» او د اوکراین ډرون جوړونکي شرکت «WIY Drones» د اپرېل په میاشت کې د «Quantum WIY Industries» په نوم د ګډ شرکت د جوړېدو اعلان وکړ. دغه شرکت د شنډونکو ډرونونو او د هوايي دفاع اړوندو ټکنالوژیو د تولید د پراخولو لپاره جوړ شوی دی.
جرمني همداراز د اوکراین د «SkyFall» شرکت د ۵۰ زره «شریک» بریدګرو ډرونونو د تولید لپاره د یوه قرارداد مالي ملاتړ کوي؛ دا د اوکراین لپاره د یوه غربي حکومت له خوا د ډرونونو له تر ټولو لویو پېژندل شویو پېرودونو څخه ګڼل کېږي.
روسیې له څو پر له پسې ورځو راهیسې پر اوکراین د ډرون بریدونه کوي چې د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی او په پلازمېنه کییف کې یې د عامه ترانسپورټ فعالیت هم اغېزمن کړی دی.
د هوايي بریدونو د خبرداریو له امله د کییف د مېټرو اورګاډي اړ کېږي چې د دنېپر سیند له تېرېدو مخکې خپل تګ ودروي. له همدې امله زرګونه مسافر اړ کېږي چې د ښار د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ لپاره بدیلې لارې وکاروي.
روسیه په دې وروستیو کې د جټ انجن لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. د دغو بریدونو له امله په وار وار د ښار ترانسپورتي خدمتونه درېدلي، په مېټرو تمځایونو کې ګڼې ګوڼې رامنځته شوې او مسافر د هوايي بریدونو د خبرداریو د پای ته رسېدو په تمه په انتظار پاتې شوي دي.
د رویټرز د شاهدانو او د کییف د ښاروال ویتالي کلیچکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ هم د کییف پر مرکزي سیمو د ډرون بریدونه شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې پر اوکراین د روسیې د ډرونونو کمپاین پرلهپسې اوومې ورځې ته داخل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه