د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د امریکا د بې سارې مرستې له کبله د بایډن څخه مننه کړې


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي وایي یکشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۱۹) یې په ټیلفون کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره خبرې کړي او د "بې ساري" مرستو له کبله یې چې ددې هیواد سره یې کړي، مننه کړې.

واشنګټن د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې راپدیخوا چې روسیې په اوکرین یرغل کړی، د دې هیواد سره ډیرې نظامي او غیر نظامي مرستې کړي چې وسلې او مهمات هم پکې شامل دي.

ښاغلي زیلینسکي د ښاغلي بایډن سره د خپلو خبرو په هکله پخپل رسمي ټیلګرام کې لیکل چې د متحده ایالاتو د مرستو له کبله اوکراین نه یوازې د جګړې په ډګر کې بری تر لاسه کړی بلکې د دې هیواد د اقتصادي ثبات ملاتړ هم پرې شوی.

هغه زیاته کړې، "مونږ همدرانګه د متحده ایالاتو منندوی یو چې د اوکراین د برښنا سیستم بیرته په پښو درولو لپاره یې زمونږ سره مرسته کړې".

روسیه څه باندې دوه میاشتې کیږي چې د اوکراین د برښنا په شبکو بریدونه کوي او د دې هیواد جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تیره اوونۍ خبرداری ورکړ چې دا ډول بریدونه به دوام ولري او د بریدونو د پیل ملامتي یې هم په اوکراین واچوله.

ښاغلي پوتین پنجشنبه ډسمبر ۸ په کرملین کې په یوې لمانځغونډې کې چې نظامي افسرانو ته پکې مډالونه ورکول کیدل، په اوکراین ملامتي واچوله چې په ملکي زیربناوو بریدونه یې پیل کړي.

ښاغلي پوتین په هغه پله برید ته اشاره وکړله چې د کریمیا ټاپو د روسیې سره نښلوي. د روسیې جمهور رئیس څه موده وړاندې دې سیمې ته ورغلی و.


پوتین پخپلو خبرو کې وویل، "د ګاونډي هیواد (اوکراین) د برښنا په زیربناوو زمونږ د بریدونو په هکله ډیرې چغې وهل کیږي خو دا به زمونږ د جګړې په ماموریت کې مداخله ونکړي".

د روسیې جمهور رئیس داسې مهال د دې بریدونو د دوام خبر کوي چې د مخکنیو بریدونو له کبله په اوکراین کې میلونونه کسان برښنا نلري او د ژمې دا سړې شپې په تیارو او یخنۍ کې تیروي.

د جمهور رئیس جو بایډن اداره په راتلونکو څو اوونیو کې وړاندې تر دې چې کانګرس خپله نوې کاري دوره پیل کاندي، د اوکراین سره د مرستو لپاره د ۳۷ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کوي.

سره لدې چې د اوکراین سره د نظامي او غیر نظامي مرستو په برخې کې د کانګریس د دواړو ګوندونو (جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو) تر منځ پراخ ملاتړ موجود دی خو دا چې دا ځل به جمهوري غوښتونکي یو څه اکثریت څوکۍ ولري، د دې ګوند ځینو مشرانو ویلي چې غواړي د اوکراین سره په مرستو کې دقت وکړي.

د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې لوړ پوړي جمهوري غوښتونکي مایکل مک کال پدې هکله په یوې مرکې کې وویل، "اوکراین ته به سپین چک نه لیکو. غواړو چې د دې مرستو لپاره حساب کتاب، شفافیت او څارنه ډیره کړو".

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي چې د اوکراین سره د راتلونکو څو میاشتو لپاره د اضطراري مرستو په خاطر ۳۷ ملیارده ډالر غواړي. پدې مرستو کې ۲۱.۷ ملیارده یې د نظامي استخباراتو او نورو نظامي مرستو لپاره غوښتل شوي.

XS
SM
MD
LG