د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فان دیرلاین ویلي چې اروپایي ټولنه به د پنجشنبې په ورځ اوکراین ته د ژمنې سره سم د ۹۰ میلیارد یورو پور لومړۍ برخه ولېږدوي.
هغې د پولنډ په ګدانسک ښار کې د اوکراین د بیارغونې په کنفرانس کې وویل چې د پور لومړۍ برخه ۳ اعشاریه ۲ میلیارده یورو ده.
فان دیرلاین همداراز وویل چې د اوکراین د بیارغونې لپاره د پانګونې ځانګړی صندوق، چې د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني او پولنډ له ملاتړ څخه برخمن دی، د عملي کېدو لپاره چمتو دی او تمه کېږي چې یوازې سږ کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه یورو پانګونه راجلب کړي.
د اوکراین لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې تمه لري د پولنډ د بیارغونې کنفرانس په ترڅ کې په راتلونکو دوو ورځو کې به د لس ملیارد یورو په ارزښت بیلابیل تړونونه لاسلیک کړي.
بل پلو د اوکراین د "فایر پواینټ" په نوم دفاعي شرکت، چې د "فلیمینګو" کروز توغندي جوړوونکی دی، د اروپا د توغندیز دفاعي سیستم د پراختیا پلانونه ګړندي کړي دي.
دغه شرکت له جرمني د رادار جوړونې له شرکت هینسولټ سره تر هوکړې وروسته هیله لري چې د روان کال تر پایه به د دفاعي سیستم لومړني رهګیر یا انټرسیپټر توغندي چمتو کړي.
د بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیستمونو نړیوال کمښت د روسیې پر ضد د اوکراین د څلور کلنې جګړې له تر ټولو مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له جرمني سره د اروپا د ګډ بالستیک توغندیز دفاعي پروګرام د پراختیا تړون لاسلیک کړ.
هغه له نورو اروپایي هېوادونو هم وغوښتل چې له دې نوښت سره یوځای شي، او زیاته یې کړه چې فایر پواینټ شرکت به هم په دې پروژه کې ونډه ولري.
فورم \ دبحث خونه