د لاس رسي وړ اتصالات

د اوربند د تمو برخلاف، د روسیې او اوکراین ترمنځ، د کړکېچ زیاتوالی

د روسیې او اوکراین ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو تېره شپه ۳۴۷ اوکرایني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

ددې وزارت په وینا، دغه بې‌پیلوټه الوتکې د مسکو په ګډون د ۲۰ نورو سیمو پر فضا له منځه وړل شوې دي. دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د اوکراین دویم ستر هوايي برید بلل کېږي. تر ټولو لوی برید د تېر کال په مارچ میاشت کې شوی و چې پکې ۳۸۹ بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې وې.

بل لوري ته، د اوکراین پوځ ویلي چې تېره شپه یې د روسیې له ۱۰۲ بې‌پیلوټه الوتکو څخه ۹۲ نسکورې کړې دي.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې مسکو د روانې اوونۍ په پیل کې د کیف د اوربند وړاندیز رد کړی و.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وروسته له هغه د اوربند طرحه وړاندې کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې میاشتې د اتمې او نهمې نېټې لپاره چې په دویمې نړیوالې جګړې کې د پخواني شوروي اتحاد د بریا له کلیزې سره سمون لري، دوه ورځنی اوربند اعلان کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتیکو استازولیو ته یې خبرداری ورکړی، څو که مسکو د بریا ورځې د مراسمو د ګډوډولو لپاره د اوکراین د هر ډول هڅې په غبرګون کې پراخ برید وکړي، خپل کارکوونکي ژر تر ژره له کیف څخه وباسي.

روسي چارواکي وایي چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو او لرې واټن ویشتونکو توغندیو د وړتیاوو له پراخېدو سره، د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

روسیې همدارنګه اعلان کړی چې د هغه څه له امله چې د اوکراین "ترهګریز فعالیتونه" یې بللي، سږ کال به د بریا ورځې په مراسمو کې هېڅ پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې نه شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د "نسبتاً پېچلي عملیاتي وضعیت" له امله اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. هغه زیاته کړه: "د اتباعو د امنیت د تأمین لپاره، چې زموږ مطلق لومړیتوب دی، دغه اقدامات ضروري دي."

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا کلیزه، چې د مې په نهمه لمانځل کېږي، په روسیه کې یو له مهمو ملي مناسبتونو څخه ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG