د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته نړۍ له 'جدي خطر' سره مخامخ شوې


اوکراین کې د ژپوریژیا اتومي بټۍ د روسیې تر پوځي کنترول لاندې ده او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له امله یې نړۍ ته "جدي خطر" متوجه شوی.
اوکراین کې د ژپوریژیا اتومي بټۍ د روسیې تر پوځي کنترول لاندې ده او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له امله یې نړۍ ته "جدي خطر" متوجه شوی.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره کیږي، په میلیونونو اوکراینیان له خپل وطن څخه تېښتې ته اړ شوي، ددغه هېواد د خوراکي موادو صادرات ډیر کم شوي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اوکراین د ژپوریژیا اتومي بټۍ له امله نړۍ ته "جدي خطر" متوجه شوی دی.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د ۶ میاشتو د پوره کېدو هم مهاله، د چهارشنبې په ورځ اوکراین د خپلې خپلواکۍ ورځ ونمانځله. په پلازمېنه کیف کې نیول شوي روسي ټانکونه نندارې ته ایښودل شوي وو.

ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د اوکراین خلک به تر خپلې وروستۍ ساه وجنګیږي.

په مسکو کې د چهارشنبې په ورځ چوپتیا خوره وه، پولیسو په دغه ښار کې ګزمې کولې او د کرملین او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین له لوري کوم رسمي بیان نه دی خپور شوی.

څېړونکي وايي په اوکراین کې د جګړې اغېزې په اروپا او ور ها خوا هېوادونو کې احساسیږي، په داسې حال کې چې ډیرې سیمې د سږکال سختو وچکالیو هم ځپلي دي.

د جګړې له پیل دمخه، اوکراین په نړۍ کې د جوارو، غنمو او نور غلو یو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه وو.

د نړۍ د خوړو د خوندیتوب دپاره د امریکا ځانګړی آستازی، کاري فاولر وايي، د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې یرغل د نړۍ د خوراکي موادو حالت چې له مخکې خطرناک وو، نور هم خراب کړی دی.

هغه وویل: "له دې امله په نړۍ کې د خوراکي موادو نرخونه ډیر لوړ شول. په ځانګړي ډول، په مخ پر ودې هېوادونو کې، چې د موادو د قیمتونو لوړېدو اغېزمن کړي وو، انفلاسیون نور هم پراخ شو".

فاولر وویل، پر اوکراین یرغل په نړۍ کې د خوراکي موادو کمښت نور هم زیات کړی دی او له امله یې په لسګونو میلیونه اضافي خلک وږي ویده کیږي.

په دې برسېره، د اوکراین د ژپوریژیا په اتومي بټۍ کې چې د مارچ راهیسې د روسي ځواکونو تر کنترول لاندې ده، د اتومي پيښې د رامینځته کېدو په اړه اندېښنې موجودي دي.

د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې ممکنه پیښې ته د غبرګون دپاره تېره اونۍ د اولیه مرستو د رسولو تمرینونه وکړل. د امریکا د انرژۍ وزیره جنیفر ګرانهم امریکا غږ ته وویل چې امریکا په اروپا کې ددغې تر ټولو سترې اتومي بټۍ د امنیت په اړه ډېره اندېښمنه ده او ددغې سیمې د غیرنظامي کېدو پلوي کوي.

هغې وویل: "اتومي بټۍ ته څېرمه باید هیڅ ډول پوځي فعالیتونه ونشي. دا ډېره خطرناکه ده... موږ د روسیې فعالیتونه په کلکه غندو او ورڅخه غوښتنه کوو چې د اتومي بټۍ واک بېرته اوکراینیانو ته وسپاري".

ملګري ملتونه وايي، د دوی تایید شوي راپورونه ښيي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې ۵۵۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۲ میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

اوکراین وايي، په جګړه کې یې ۹۰۰۰ پوځیان وژل شوي دي. روسیه په جګړه کې د خپلو وژل شویو عسکرو شمېر محرم بولي او په اړه یې معلومات نه ورکوي. د پنټاګون د تخمین پر اساس، له ۷۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ روسي عسکر په تیرو شپږو میاشتو کې د اوکراین په جګړه کې وژل شوي او یا زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG