په اوکراین د روسیې د نویو بریدونو له امله څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
دا برید یوازې یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې مسکو سږ کال پر کیف باندې خپل یو له تر ټولو خونړی برید ترسره کړ.
د اوکراین په سرحدي سیمه کې، د سیمې د پوځي ادارې مشر اولېه هریهوروف ویلي، د یوې روسۍ بېپیلوټه الوتکې (ډرون) پر یوه کور د برید له امله دوه ښځې، یو سپینږیری او یوه دوه کلنه ماشومه وژل شوي او درې نور کسان ټپیان شوي.
د اوکراین په مرکزي ښار کریفي ریه کې، چې د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي پلرنی ټاټوبی دی، هم څو کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ په کیف باندې د روسیې د پنجشنبې د ورځئ د بریدونو له امله چې پکې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول، د ملي ماتم ورځ اعلان شوې.
له دغو بریدونو څو ساعته وروسته، اوکراین او روسیې دواړو ژمنه کړې چې جګړه به نوره هم شدیده کړي.
د پنجشنبې بریدونو له امله ۹۱ کسان ټپیان شوي او له ۱۳۰ څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې دي. ولسمشر زېلېنسکي ویلي چې د اوکراین ځواکونه به په ځواب کې د دغو شپنیو بریدونو غچ هرو مرو واخلي.
مسکو ویلي چې دا بریدونه د روسیې د انرژۍ پر بنسټونو باندې د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
ولسمشر زېلېنسکي د اوکراین د متحدانو له لوري د هوايي دفاعي سیستمونو د نه سپارلو موضوع هم د دې ویجاړۍ یو لامل وباله او ویې ویل چې دغه دفاعي وسایل «کولای شول نن ډېر نور کورونه او د ډیرو کسانو ژوند وژغوري.»
فورم \ دبحث خونه