د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې د روسیې سره د بیلتونپالو د یوځای کیدو غوښتنه


ختیځ اوکراین
ختیځ اوکراین

په اوکراین کې روسي پلوه یاغیانو د یکشنبې په ورځ د هیواد په ختیځو سیمو کې د ترسره شویو ټولپوښتنو پایلې اعلان کړې.

په اوکراین کې روسي پلوه یاغیانو د یکشنبې په ورځ د هیواد په ختیځو سیمو کې د ترسره شویو ټولپوښتنو پایلې اعلان کړې.

بېلتونپالو د اوکراین په ختیځو سیمو کې په هغه ټولپوښتنې کې د نوي فیصده بري ادعا کوي چې نړیواله ټولنه یې د اروپایي او نړیوالو څارونکو د نه شتون له وجې بې اعتباره او خپلې سري گڼي.

د اوکراین د ټولپوښتنو تنظیمونکو د دوشنبې په ورځ وویل د اوکراین په صنعتي مرکز کې کابو نوي سلنه رای اچونکي په ېو بحث پارونکي ریفراندم کې د خپلې سیمې د خپلواکۍ دپاره رایه ورکړه چې د اوکراین د حکومت او لویدیځ له خوا د غیر قانوني بهیر په توگه رد شوه.

خو د سلویانڅک اوسیدونکي د دوشنبې په ورځ د دغو پایلو هرکلی وکړ"ښکاره خبره ده چې یو با منطقه سړی به ورته هو ووايي. ځکه چې تاسو د کیف د چارواکو لیونتوپ په خپلو سترگو گورئ. د چارواکو سترگې پټې دي چې د سلویانڅک او دونباس پر خلکو څه تیریږي. "

د لوبا په نوم یوې بلې اوسیدونکې بیا داسې وویل"دا پایلې دي او دا یوازې زما نظر ندی. دا د خلکو نظر دی ځکه هغوي راغلل او رایه ېې ورکړه."

د ټولپوښتنو تنظیمونکي وایي د دغو سیمو د نهایي موقف په هکله به خبرې اترې وشي چې ایا جلا شي یا د روسیې سره یوځای شي.

د اوکراین مرکزي حکومت او لویدیځو هیوادونو دا ټولپوښتنه غندلې او د نړیوال قانون خلاف ېې بللې ده.

د برتانیې غبرگون
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ نن په بلجیم کې د اروپایې اتحادیې په یوې غونډې کې وویل چې د اوکراین په خیتځو سیمو کې په خپل سره ټولپوښتنې نړۍ ته هیځ اعتبار نلري.

ښاغلي هیگ زیاته "دا ټولپوښتنې د هر چا په معیار باندې غیر قانوني دي، د شفافیت او انصاف معیار په کې نشته چې د عامه ټولپوښتنې یا انتخاباتو غوندې په مناسب ډول ترسره شوي وي. مهمه خبره دا ده چې اوکراین ټولټاکنې د مې د میاشتې په ٢٥ تر سره کیږي"

ټاکل شوې چې اروپایي اتحادیه په احتیاط سره د روسیې په وړاندې د بندیزونو د غزولو په اړوند گام پورته کړي او په هغو کمپنیو او اشخاصو باندې بندیزونه ولگوي چې د مسکو سره د اوکراین د کریمې په یوځای کولو کې لاس درلود.

د امریکا د متحده ایالتونو غبرگون
بل خو د امریکا د دفاع وزیر چگ هیگل وایي د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خپل ژمنه نه ده پوره کړې چې تیرې اونې ېې ویلي وو، روسیې عسکر به د اوکراین د پولې نه لیرې کړي.

ښاغلي هیگل په دې اړه وویل "تر هغه ځایه چې مونږ ته مالومه ده هغوي ځای نه پریږدي. تاسي د جمهور رئیس پوتین نه پوښتنه وکړې چې هغه ولي داسي کوي چې وايي وځو خو په حقیقت کې نه وځي."

جمهوري غوښتنونکې سناتوره کیلي ایوت د امریکا نه غواړي چې د اوکراین د ملي انتخاباتو دمخه دې د روسیې ټول اقتصادي سکتور په نښه کړي.

هغې زیاته کړه "هغه وخت رارسیدلی چې حکومت دې د مې پنځه ویشتمه دمخه د روسیې اقتصاد باندې بندیزونه وضعه کړي څو په انتخاباتو کې د گډوډي مخنوی وکړي."

د کانگرس ځیني غړي وایي د مسکو په وړاندې یوازې د امریکا له خوا د بندیزونو لگیدل به د دوي امنیتي گټو ته د گټې په ځای تاوان ورسوي.

د کانگرس په وینا یوازې د امریکا له خوا د بندیزونو وضعه کیدل د مسکو په دریځ کې به هیځ ډول بدلون را نه ولي.

ډیموکرات سناتور کرس مورفي بیا وایي "زه فکر کوم چې موږ باید په اروپایانو باندې فشار واچوو چې په روسیې باندې سکتوري بندیزونه ولگوي."

دموکرات سناتور کرس مورفي موافق دی چې روسیه باید په اوکراین کې د لاس وهنې دپاره لوړه بیه پری کړي خو امریکا یوازې دا کار نشي کولای.

د شنبې په ورځ د اوباما حکومت په روسیې باندې د لوړو بیه د وضعه کولو خبرداری یو ځل بیا تکرار کړ. خو د دې بندیزونو د وضعه کولو د وخت په هکله یې څه ندي ویلي.
XS
SM
MD
LG