د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې واګنر اجیرو عسکرو دونیتسک کې د سیمې نیولو ادعا کړې، اوکراین یې ردوي


د اوکراین پوځ د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹ (سلواغې ۹) وویل چې ځواکونو یې په ختیځ دونیتسک سیمه کې بلهوداتني ته نږدې یو برید وروسته له هغه په شا وتمبوه چې د روسیې واګنر اجیرې ډلې ادعا وکړه چې دا کلي یې نیولي دي.

د اوکراین لوی درستیز په خپل ورځني راپور کې ویلي، د کیف ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې "بلهوداتني" او ۱۳ نورو میشتو ځایونو ته نږدې بریدونه شنډ کړي دي.

تر دې مخکې د روسیې خصوصي پوځي اجیرې ډلې واګنر ویلي وو چې د دوی عسکرو ددې کلي کنټرول ترلاسه کړی دی. خو د روسیې د دفاع وزارت دا خبر سمدستي ندی تائید کړی.

مسکو د ختیځ دونیتسک سیمې نیول، چې مخکې یې د روسیې یوه برخه اعلان کړې، په اوکراین کې خپل اصلي هدف ګرځولی دی.

کیف په دې وروستیو کې ویلي چې روسي پوځیانو په ختیځ کې په ځانګړې توګه په ووګلدار او باخموت ښارونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د دې میاشتې په پیل کې، روسیې وویل چې دوی باخموت ته نږدې د مالګې کان لرونکي ښار سولیدار کنټرول ترلاسه کړ، چې د جګړې په ډګر کې د میاشتو ناکامیو وروسته د مسکو د بریا لومړۍ ادعا ده.

بلهوداتني د باخمت ښار په شمال کې موقعیت لري.

د دې میاشتې په پیل کې، روسیې وویل چې دوی باخموت ته نږدې د مالګې کان کیندونکي ښار سولیدار کنټرول ترلاسه کړ، چې د جګړې په ډګر کې د میاشتو ناکامیو وروسته د مسکو د بریا لومړۍ ادعا وه.

روسي ځواکونه په اوکراین باندې د تیر کال د فبرورۍ د پوځي یرغل راهیسې د څو میاشتنیو سختو جګړو په ترڅ کې د باخمت ښار د نیولو په لټه کې دي.

په یوه جلا پیښه کې د سیمې والي په پاولو کیریلینکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د دونیتسک په سیمې باندې د تېرې ورځې په بریدونو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG