د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین وروستیو پرمختګونو د روسي سرتیرو مورال زیانمن کړی - کارپوهان


پدې تصویر کې ښکاري چې روسي ځواکونو خارکیف ته څېرمه خپلې وسلې او ټانکونه تر شا پرې ایښي دي.
پدې تصویر کې ښکاري چې روسي ځواکونو خارکیف ته څېرمه خپلې وسلې او ټانکونه تر شا پرې ایښي دي.

شنونکي وايي اوکراین ددغه هیواد په شمال ختیځ کې د روسي ځواکونو پرضد په خپل ناڅاپي تعرضي برید کې خپل دښمن ته لویه ماته ورکړې او د روسي عسکرو مورال یې ټیټ کړی دی.

د اوکراین پوځ دا اونۍ وویل، د خپلو پراخو تعرضي عملیاتو په ترڅ کې یې د دغه هیواد په ختیځ کې د ازیم د ستراتيژیکې سیمې شاوخوا ښارګوټي او کلي له روسي ځواکونو څخه بیرته نیولي دي.

د البرټا د پوهنتون د سیاسي علومو استاد کریګ البرټ وايي، د اوکراین ناڅاپي پرمختګ او د روسیې چټک په شاتګ حیران کړیدی.

هغه وايي، دا د روسانو په خوا کې، د لوژستیک، ستراتیژۍ او تاکیتونو په برخو کې بشپړه ناکامي معلومیږي. د جګړې لومړۍ لیکي یې ماتیږي، عسکر يې په شاتګ کوي، او د مهماتو، وسایطو او وسلو په ګډون هرڅه شاته پریږدي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پرون وویل د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو له خوا د پوځي تجهیزاتو ورکړې له اوکراین سره په وروستیو پرمختګونو کې مرسته کړېده.

بلینکن وویل: "د دوی عملیات په میتودیک ډول پلان شوي دي او له شک پرته چې اوکراین له هغه ملاتړ او د پوځي تجهیزاتو له مرستې څخه چې متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو ورته چمتو کړي د دغو تعرضي عملیاتو په ترسره کولو کې ګټه اخیستې ده."

په روسیې کې د متحده ایالاتو د سفارت پخواني دفاعي اتشه او متقاعد برید جنرال پیتر ځووک امریکا غږ ته وویل په تیرو څو ورځو کې روسي سرتیرو خپل مورال بایللی دی.

جنرال ځووک وايي، د روسي ځواکونو روان په شا تګ ته په کتو، کله چې سرتیري د جنګ کولو اراده وبایلي، دغه حالت رامنځته کیږي.

هغه وویل: "فرق نه کوي چې له پاسه قومانده څه وي، حالت نور هم خرابیږي. او دا هغه څه دي چې مونږ د خیرسن په شاوخوا او له خارکیف سره نږدې سیمو کې ولیدل."

یوه بل شنونکي امریکا غږ ته وویل د اوکراین وروستي پرمختګونه د دغې اوه میاشتنۍ جګړې په یوه حساس وخت کې رامنځ ته کیږي.

د هډسن د انسټیټیوټ څېړونکی لوک کوفي وویل: "دا ډیر لوی او مهم پرمختګونه دي او په داسې یوه وخت کې رامنځ ته کیږي چې موږ دلته په لویدیځ کې په دې بحث کوو چې اوکراین ته نورې پوځي مرستې برابرې کړو که نه."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اوکرایني سرتیرو د زړورتیا ستاینه وکړه او روسیه یې د دغه هیواد په ملکي تاسیساتو باندې د برید کولو له امله وغندله. د اوکراین د برېښنا په تاسیساتو باندې د روسیې د برید له کبله د خارکیف او ډونیڅک په ډیرو سیمو کې د برېښنا جریان پرې شوی دی.

د هډسن د انسټیټیوټ د لوک کوفي په فکر، د روسانو له خوا د اوبو او برېښنا په تاسیساتو باندې برید کول د هغوی د ناهیلۍ نښه ده.

ښاغلي کوفي وویل: "کله چې تاسو پوهیږی چې د جنګ ډګر بایلئ نو دا ډول یوڅه ترسره کوئ. هیڅ یو پوځي قومندان به د دې امر ورنکړي چې د ۳۰ میلیون ډالرو ارزښت لرونکی بالستیک توغندی دې د اوکراین د برق د تاسیساتو په له منځه وړلو کې وکارول شي خو دا هغه څه دي چې مونږ یې وینو."

د روسیې له خوا د اوکراین وروستیو پرمختګونو ته کوم رسمي غبرګون ندی ښودل شوی، خو د روسیې د دفاع وزارت له خوا د یکشنبې په ورځ ښودل شوې نقشه کې ښکاري چې روسي ځواکونو د خارکیف له سیمې لوی په شاتګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG