د اوکراین پوځ د چهارشنبې په ورځ (د جون دریمه) د اوږد واټن بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره د روسیې په سنپټرزبورګ ښار کې د تېلو یو ترمینل او ورته څیرمه دریدلې یوه جنګي بېړۍ په نښه کړه.
دا برید څو ساعته مخکې له هغه وشو چې ټاکل شوې وه په سنپټرزبورګ کې یو مهم اقتصادي فورم پیل شي، او یوه ورځ وروسته له هغه چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه د هوايي بریدونو پراخه لړۍ پیل کړه.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل چې د روسیې ځواکونه به د اوکراین د دې برید پر وړاندې "سیستماتیک" غبرګون وښيي.
د روسیې پوځ وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې څه باندې ۳۵۰ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي چې د روسیې بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې وې.
د اوکراین پوځ وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر خاوره د توغول شویو ۱۹۸ بېپیلوټه الوتکو نږدې ټولې نسکورې کړې.
همداراز د ناټو عمومي منشي مارک روټه د چهارشنبې په ورځ، کییف ته سفر کړی او هلته یې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره ملاقات وکړ او د جګړې یو یادګاری څلي ولید.
زېلېنسکي پدې تیرو څو ورځو کې د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا اړتیا په ګوته کړې، چې پکې د امریکايي "پېټریاټ"توغندیز دفاعي سیستمونو ترلاسه کول هم شامل دي.
اوکرایني چارواکو پر کییف او نورو سیمو باندې د سېشنبې د بریدونو په اړه وویل چې د روسیې د سلګونو بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
فورم \ دبحث خونه