د لاس رسي وړ اتصالات

ملگروملتونو د پاکستاني بې کوره شویو شمیر ۴ میلیونه وښود


ملګري ملتونه وايي چې د ۴ میلیونو نه زیات خلک د سیلابونه له کبله بې کوره شوي دي چې دا د ملګرو ملتونو د مخکیني اعلان شوي رقم دوچنده دی.

وروستي آمار په داسي حال کې اعلانېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې نن د پنجشنبې په ورځ ځانګړې غونډه دایره کړه ترڅو د پاکستان د سیلاب د مصیبت په مقابل کې لازم اقدامات وکړي.

ټاکل شوې چې دغې اسامبلۍ ته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پاکستان ته خپل د یکشنبې د ورځې د سفر په باب معلومات ورکړي.

آمریکايي چارواکي وايي چې د آمریکا د باندنیو چارو وزیره هیلیري کلینټن به هم په دغه غونډه کې د پاکستان سره د نورې مرستې اعلان وکړي.

دغه راز ټاکل شوې چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي.

واشنګټڼ د مخه لا د پاکستان سره په دغه ملک کې د سیلابونو د راتګ له امله ۹۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده او دغه راز د آمریکا پوځ هم څو میلیونه ډالره مرسته کړې.

سناتور جان کیري نن د پنجشنبې په ورځ سیلاب ځپلې سیمې ولېدې او د آمریکايي قواوو سره یې چې د ژغورنې په چارو کې مصروف دي، لیده کاته وکړل.

د موسمي بارانونو له کبله د پاکستان د خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند په ولایتونو سخت سیلابونه راغلل چې په کښي د تخمین له مخې ۱۶ ساوه کسه ووژل شول او نږدې ۲۰ میلیونه کسان اغیزمن شول.

XS
SM
MD
LG