د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پالیسۍ، د ښځو د روغتیا د حق څخه سرغړونه کوي.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی، ریچارډ بنېټ، "په افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو حق" تر نامه لاندې یو راپور کې ویلي چې د طالبانو "تبعیضي او د جنسیت پر بنسټ ظالمانه پالیسۍ په سیستماتیک ډول د ښځو د روغتیا حق څخه سرغړونه کوي".
ریچارډ بنېټ ویلي چې وضع شوي محدودویت "د بشریت په وړاندې جنایت" سره برابر دي.
دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۵) په "رلیف" وېب پاڼه کې خپور شوی، او ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۶۱مې غونډې ته وړاندې شي، راغلي چې په افغانستان کې "روغتیا او روغتیايي پایلې له اوږدې مودې راهیسې د ژورو جوړښتي نیمګړتیاوو له امله شکل اخیستی، چې په کې لسیزې جګړې، بې وزلي، محدودې زیربناوې، پرله پسې کمې پانګونې، فساد، او پر مرستو تکیه شامل دي، او د طالبانو بېرته راتګ دا ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي".
ریچارډ بینیټ په دې راپور کې ویلي چې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه، روغتیایي مرکزونو ته د ښځو لپاره د نارینه محرم لازمي کول دي. په دې راپور کې د نارینه محرم پرته د ښځو د درملنې د نه کولو څو پېښې مستندې شوي دي.
د ننګونو زړه بوګنونکې بیلګې
په راپور کې راغلي چې د بلخ په ولایت کې په یوه قضیه کې، یوه ښځه چې محرم یې نه درلود، مجبوره شوې چې د روغتون له دروازې بهر ماشوم وزېږوي. په یوه بله قضیه کې، د محرم د نشتوالي له امله د روغتیايي پاملرنې ترلاسه کولو کې له ځنډ وروسته، یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ښځو پر حضور بندیز
د دې راپور په اساس، طالبانو د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د یو حکم په صادرولو سره په طبي او روغتیايي تعلیمي ادارو کې د ښځو حضور منع کړ. راپور وایي چې د دې پرېکړې په پایله کې، د ښځو لپاره د طب، قابله ګۍ، لابراتوار او نورو کلینیکي څانګو د زده کړې پروګرامونه ودرول شول او هغوی روغتیايي برخو کې د شمولیت لپاره له کانکور ازموینې څخه بې برخې شوې.
د ملگرو ملتونو په راپور کي خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو پر طبي زده کړو بندیزونو د نویو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې لړۍ درولې ده.
د دې راپور په اساس، په افغانستان کې ښځې یوازې ۲۷ سلنه غیر متخصص ډاکټران، ۱۸ سلنه متخصصین او ۲۹ سلنه نرسان جوړوي. دا راپور اټکل کوي چې له نږدې پنځلس میلیونو افغانو ښځو څخه، یوازې ۴.۱ میلیونه یې د روغتیايي پاملرنې ته باوري لاسرسی لري.
طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او همدغه راز کار، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي مشارکت او ازاد تګ راتګ باندې بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو غبرګون
طالبان ادعا کوي چې د "شریعت او د افغانستان د دود" په اساس، ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي، خو د بشري حقونو ډلې دا بندیزونه د "جنسیت په اساس تبعیض" بولي او د لېرې کولو غوښتنه یې کوي.
د ملگرو ملتونو راپور زیاتوي چې د طالبانو دا پالیسۍ هغه ناورین لا زیاتوي چې د نړیوالو مرستو د کمښتونو له امله رامنځته شوی.
د افغان میندو روغتیايي وضعیت
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د میندو د روغتیا شاخصونه مخ په خرابېدو دي. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۰۱ کال کې په یو میلیون ژوندیو زیږونونو کې ۱۳۱۱ میندو خپل ژوند له لاسه ورکولو خو دا کچه په ۲۰۲۳ کال ۵۲۱ مړینو ته را ټېټ شوی وه. لکن د اټکلونو په اساس، دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې د هر یو میلیون ژوندیو زیږونونو کې د ۶۳۸ میندو د مړینې پېښو ته رسیږي.
په افغانستان کې خوراکي بې وزلي
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د تغذیې د کمزورۍ کچه هم پراخه ده. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، شاوخوا ۱.۲ میلیونه ښځې او لږ تر لږه ۳.۷ میلیونه ماشومان (تر پنځو کلونو ماشومان) د حادې تغذیې له امله کړیږي. نږدې ۹۰ سلنه کوچني ماشومان له خوراکي بې وزلۍ سره ژوند کوي او یوازې ۵۱ سلنه ماشومان ( ۱۲ تر ۲۳ میاشتې عمر لرونکي ماشومان) په بشپړ ډول واکسین شوي دي.
نړیوالې مرستې
په راپور کې د نړیوالو مرستو کمښت ته په اشارې سره ویل شوي چې "دا کمښتونه ژوند ژغورونکي پروګرامونه سخت زیانمنوي" او روغتیایي سیستم چې له مخکې تر فشار لاندې و، لا ډېر تر فشار لاندې راولي. د راپور په اساس، د نړیوالو مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې "۴۰۰ روغتیایي مرکزونه" تړل شوي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پخپل راپور کې ویلي چې د "ښځو او نجونو لپاره، دا کمښتونه یو ظالمانه چوکاټ په روغتیایي ناورین بدلوي، چې میلیونونه خلک له اړینو روغتیایي پاملرنو بې برخې کوي".
ریچارډ بنېټ ګواښ کړی چې د بېړنیو او دوامداره نړیوالو اقداماتو پرته، افغانستان له یوې داسې خطرناکې لارې سره مخ دی چې سمدستي، متراکم او اوږدمهاله عواقب لري.
په دې راپور کې راغلي "هغه پالیسۍ چې د ښځو او نجونو سره تبعیض کوي، نه یوازې د هغوی حقونه نقضوي، بلکې د افغانستان د روغتیايي سیسټم پایښت هم له ګواښ سره مخ کوي، چې اغېزې به یې په راتلونکو نسلونو کې هم احساس شي".
د دې راپور په اساس، د طالبان حکومت د عامې روغتیا په وزارت کې ټاکل شوي لوړپوړي چارواکي "تخنیکي او د روغتیا په چارو کې" تجربه نلري.
فورم \ دبحث خونه