د لاس رسي وړ اتصالات

د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک خبرداری ورکړی چې مصنوعي ځیرکتیا ښايي په راتلونکي کې دومره پیاوړې شي چې د بشریت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي.

ترک د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، نړۍ باید، مخکې له دې چې ناوخته شي د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره کلک ضمانتونه رامنځته کړي،.

هغه زیاته کړه د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره باید شرکتونه هم خپل مسوولیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي اوږدمهالو خطرونو په اړه د ټکنالوژۍ د صنعت ځینو مشرانو هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

ترک اندېښنه څرګنده کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پام وړ ځواک د څو محدودو کسانو په لاس کې دی.

ملګري ملتونه هڅه کوي د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې لپاره د هېوادونو ترمنځ هغه اصول پلي شي چې ورباندې لا دوخته هوکړه او همغږي شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG