د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د اعتراض سره سره، پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز پای ته ورسید


پر ایران باندې د ملګرو ملتونو له خوا د وسلو اخیستلو بندیز د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) پای ته ورسید.

دغه بندیز چې د یوې لسیزې راهیسې نافذ شوی و ایران یې له بهر څخه د وسلو، ټانکونو او جنګي جټ الوتکو له اخیستلو محروم کړی و.

د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ د شوي اټومي موافقې دا بندیز ختم کړل شوی.

د امنیت شورا د پنځو غړو او ایران ترمنځ اټومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاس لیک شو، خو د امریکا متحده ایالات په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه ووتل.

ویل کیږي‌ چې د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز په پای ته رسیدو سره ایران کولای شي خپلې پوځي وسلې چې اکثر یې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب څخه دمخه برابرې شوې وې نوې او عصري کړي او همداشان هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې پخپله یې جوړوي په نورو هیوادونو خرڅ کړي.

خو په عمل کې له یوې خوا د ایران اقتصاد د امریکا د متحده ایالاتو له خوا پر هغه هیواد باندې د لګیدلو بندیزونو په وجه کمزوری شوی او همداشان نور هیوادونه هم له دې ویرې چې امریکا پرې بندیزونه ونه لګوي ښایي د ایران سره د تسلیحاتي معاملو څخه ډډه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، پر هیواد باندې یې د تسلیحاتي بندیز د پای ته رسیدو د هرکلي په ترڅ کې په خپل ټویټر لیکلي دي: "نن، له نړۍ سره د ایران د دفاعي همکارۍ عادي کیدل، زمونږ په سیمه کې د څو اړخیزۍ، سولې او ثبات لپاره بریالیتوب دی."

خو د امریکا متحده ایالات پر ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیرته لګولو لپاره ټینګار کوي، که څه هم چې په اټومي موافقه کې نور ګډون کوونکي هیوادونو د امریکا دغې غوښتنې ته دومره پاملرنه نده کړې.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۰ کال کې د ایران د اټومي فعالیت په خاطر هغه هیواد د پرمختللو او سترو پوځي سیستمونو له اخیستلو منع کړ او همداشان له ایران نه بهر د وسلو پر صادراتو باندې یې بندیزونه ولګول.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې په ۲۰۱۹ کې وړاندوینه وکړه که پر ایران باندې د وسلو اخیستلو بندیزونه لرې شي هغه هیواد به هڅه وکړي چې له روسیې څخه د ځینو جنګي جټ الوتکو او د یاک-۱۳۰ تعلیمي الوتکې او ټي-۹۰ ټانکونه واخلي.

د امریکا دغه استخباراتي بنسټ همداشان ویلي چې د بندیزونو په لرې کیدو سره به ایران همداشان روسیې د هوایي دفاع د راکټي اس-۴۰۰ او او د باستین کی-۳۰۰ راکټي دفاعي سیستم د اخیستلو هڅه وکړي. له دې سربیره د امریکا دفاعي استخباراتو ویلي دي چې چین به هم یو لړ وسلې پر ایران وپلوري.

ایران د پوځي تجهیزاتو له درکه د خلیج د عربي هیوادونو په ځانګړې توګه د عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان سره نه شي پرتله کیدای چې د ملیلاردونو ډالرو په ارزښت یې د امریکا نه پرمختللي پوځي تجهیزات اخیستي دي، خو تهران پخپله د بالستیکي توغندیو تولید او پراختیا ته مخه کړې ده.

د امریکا یو شمیر وسلې چې سعودي ته ورکړل شوي د یمن په جګړه ک د حوثي یاغیانو پر ضد چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي کارول شوي دي.

خو پر ایران باندې د ملګرو ملتونو بندیزونه هم ندي توانیدلي چې حوثي یاغیانو ته د ایران له خوا د ټوپک څخه نیولې تر بالستیکي میزایلو پورې وسلو د ورکولو مخه ونیسي. که څه هم چې ایران حوثي یاغیانو ته د وسلو ورکولو تورونه رد کړي دي.

د خلیج شپږ عربي هیوادونه د امریکا د متحده ایالاتو سره په یو غږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د یو لیک په استولو سره پر ایران باندې د وسلو د بندیز د اوږدولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG