د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د افراطي ډلو په شتون اندیښنه ښودلې


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کار لپاره هم تمدید کړ. د امنیت شورا په پریکړه لیک کې چې پرون د جمعې په ورځ د رایو په غوڅ اکثریت منظور شوی په افغانستان کې د افراطي ډلو د شتون په هکله اندیښنه ښودل شوې.

په پریکړه لیک کې طالبان، القاعده، داعش او نورې وسله والې افراطي ډلې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼل شوی او د افغان حکومت نه غوښتل شوي چې دا ګواښ دې وځپي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار په پریکړه لیک کې په " احتمالي توګه" د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د فعالیتونو په پراخیدو اندیښنه ښودل شوې او ویل شوي چې داعش نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د هیوادونو امنیت ته جدي ګواښ پیدا کولی شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه هم ستایلي دي چې په یو وخت کې د څو سخت دریزه او تروریستي ډلو سره مبارزه کوي او هم د هیواد امنیت ساتي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار په پریکړه لیک کې همدرانګه د افغانستان د سولې په پروسې کې د یوناما په نقش او همکارۍ ټینګار شوی. د امنیت شوار په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۱۸ کال د مارچ د میاشتې تر ۱۷ مې نیټې لپاره تمدید کړ.

امنیت شوار د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نه غوښتي دي چې په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه دې ارزیابي کړي او پدې هکله دې د همدې کال د جولای د میاشتې پورې راپور ورکړي. امنیت شورا وایي دا کار پدې خاطر کوي چې ډاډمنه شي یوناما په افغانستان کې موثریت لري.

XS
SM
MD
LG