د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په یمن کې د حوثیانو لخوا د امریکا د سفارت نیول وغندل


متحده ایالاتو په صنعا کې پخپل سفارت کې فعالیت بند کړی.
متحده ایالاتو په صنعا کې پخپل سفارت کې فعالیت بند کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یمن په پلازمینې صنعا کې د حوثي یاغیانو لخوا چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د متحده ایالاتو سفارت ته ننوتل او د ودانۍ نیول په سختو ټکو غندلي دي.

یاغیانو همدارنګه د سفارت سیمه ایز کار کوونکي نیولي دي. په یمن کې د متحده ایالاتو دې سفارت خپل فعالیت بند کړی و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې اعلامیې کې چې د شورا پنځلسو واړو غړیو منظوره کړې د سفارت د ودانۍ څخه د ټولو حوثیانو د سمدستي وتلو او د ټولو نیولو شویو کسانو په خوندي توګه د خوشې کیدو غوښتنه شوې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس هم خبریالانو ته تیره اوونۍ وویل چې د دیپلوماتیکي هلو ځلو په نتیجه کې د سفارت ډیری کار کوونکي خوشې شوي خو لا هم ځیني کسان د حوثي شیعه یاغیانو سره بندي دي او د خوشې کیدو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د امنیت شورا په اعلامیې کې ټینګار شوی چې د ویانا د کنوانسیون له مخې دپلوماتیکي ودانیو ته په زرو ننوتل منع شوي او دا چې په موقتي توګه د تړل شوې سیاسي استازولۍ آرشیف او ودانۍ د تالاشۍ او نیول کیدو نه خوندي دي.

په صنعا کې د متحده ایالاتو د سفارت په هکله د امنیت شورا د اعلامیې تر څنګ ملګرو ملتونو همدرانګه د حوثي شیعه یاغیانو نه د دې نړیوالې ادارې د دوو کار کوونکو د خوشې کیدو غوښتنه هم شوې چې د همدې میاشتې په سر کې یې نیولي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د حوثي شیعه یاغیانو جګپوړو چارواکو ملګرو ملتونو ته تیره اونۍ ددې کسانو د خوشې کیدو ډاډ ورکړی خو تیره ورځ یې وویل چې لا هم دا کسان ندي خوشې شوي.

په یمن کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا کورنۍ جګړه هغه وخت پیل شوه چې حوثي شیعه یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، پلازمینه صنعا او د هیواد یو شمیر شمالي برخې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.

د یمن حکومت مجبور شو چې لومړی د هیواد جنوب او د هغه ځای څخه سعودي عربستان ته وتښتي.

د جګړې د پیل نه څه کم یو کال وروسته د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ ائتلافي ځواکونو په حوثیانو هوایی بمبارۍ پدې خاطر پیل کړلې چې د جمهور رئیس عبد ربه منصورهادي حکومت بیرته واک ته ورسوي.

خو د دوامدارو هوایي بمباریو او جګړو سره سره په یمن کې وضعیت په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلی او په نړۍ کې تر ټولو د ستر بشري ناورین د راتګ سبب شوی.

XS
SM
MD
LG