د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه: طالبان دې د ټولو افغانانو امنیت او حقونه خوندي کړي


په کابل کې د جمعې ورځې د خونړي برید د قربانیانو کورنۍ وايي له سخت رواني فشار سره مخ دي.
په کابل کې د جمعې ورځې د خونړي برید د قربانیانو کورنۍ وايي له سخت رواني فشار سره مخ دي.

په ملګرو ملتونو کې د ښځو د چارو مشرې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ټولو حقونو د خوندي کولو دپاره عاجل اقدامات وکړي او په کابل کې د جمعې د ورځې د کاج ښوونیز مرکز په برید کې لاس لرونکي د نړیوالو معیارونو له مخې محکمې ته راکاږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سیما باهوس د دوشنبې د ورځې اکتوبر ۳ (تلې ۱۱) په اعلامیه کې ویلي: "تر کورونو محدودې او له کاره منزوي، او په درسي خونو کې وژل شوي، دا د افغان ښځو حالت دی. زه له طالب چارواکو غواړم چې د افغانستان د ښځو او نجونو ټول حقونه خوندي کړي."

په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې تر خونړي برید وروسته پر طالبانو فشارونه زیات شوي تر څو په افغانستان کې ټولو نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د طالبانو د باندنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د ښوونې او روزنې له وزیر حبیب الله اغا سره په کتنه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید محکوم کړی دی.

ښاغلي نیکلاسن په یو ټویټ کې لیکلي: "د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړي برید وروسته د اروپايي ټولنې مشر جوزیف بوریل له طالبانو د ټولو افغانانو د امنیت غوښتنه کوي."

ددغې پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې له سخت رواني فشار سره مخ دي او ادعا کوِي چې د خپل توکمي تړاو له امله په نخښه شوي دي.

په کاج مرکز کې د وژل شوې زده کوونکې، وحېدې خور زهرا وویل: "پر هزاره او شیعه خلکو تل بریدونه شوي. دا برید هم ددې سلسلې برخه وه. د کاج په مرکز کې سنیان نه وو. ټول شیعه ګان وو. ځانمرګی د نجونو خونې ته ننوت او زما د وحیدې مخې ته یې ځان ته چاودنه ورکړه. ټولې هزاره نجونې وې".

د چارو شنونکي پر ښوونیزو مرکزونو باندې د دا ډول بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښيي او وايي طالبان یې د مخنيوي توان نلري.

XS
SM
MD
LG