د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د سازمان کلنۍ عمومي غونده 


ملګري ملتونه نیویارک ښار
ملګري ملتونه نیویارک ښار

ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ تر ټولو ستر سازمان دی چې ۱۹۳هیوادونه پکې غړیتوب لري. دا سازمان د ملګرو ملتونو د عمومي چارتر له مخې هرکال د سیپتمبر په میاشت کې د نیویارک ښار په مرکزي مقر کې کلنۍ غونډه کوي.

سږکال د ملګروملتونو ۷۴ مه کلنۍ غونډه ده. د عمومي غونډې تر څنګ د لوړو مقاماتو جلا غونډې، کنفرانسونه او ځانګړې لیدنې هم شاملې دي.

د سیپتمبر په ۲۳ ددې سازمان لمړۍ عمومي غونډه وه چې د ځمکې د تودوخې او اقلیمي بدلون په موضوع يي بحث وکړ.

ملګري ملتونه وایي تولیدي ګازات (لوګی) په نړۍ کې تربل هروخت لوړې سطحې ته رسیدلی او داسی هیڅ نښه نه لیدل کیږي چې کم یا محدود به شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سیپتمبر ۲۳ لمړۍ عمومي غونډه د ځمکې د تودوخې او اقلیمي بدلون په موضوع وشوه
د ملګرو ملتونو سازمان د سیپتمبر ۲۳ لمړۍ عمومي غونډه د ځمکې د تودوخې او اقلیمي بدلون په موضوع وشوه

ملګري ملتونه وایي: تیر څلور کلونه ترنورو کلونو زیات ګرم او د تودوخې درجه پکې لوړه وه. په انترکتیکا کې د هوا درجه د ۱۹۹۰ کال رادیخوا د سانتي ګراد په کچه درې درجې لوړه شوې ده. د سمندرونو سطحه مخ په زیاتیدو ده، سمندري مرجان او منرالونه مري، او مونږ (ملګري ملتونه) اوس په خپلو سترګو د اقلیم بدلون وینو چې ژوند ته خطر پیښوي او د هوا د ککړوالي، تودو څپو او خوراکي موادو ته د ضرر رسیدو له امله، زمونږ ژوند زیانمنوي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتنیوګوتیریش د نړۍ د ټولو مشرانو نه وغوښتل چې د اړوند اهدافونو لپاره د ۲۰۲۰ کال په تمویلي پروګرامونو کې د خپلې ونډې د ادا کولو لپاره جدي او ریښتیني اقدامات وکړي او خپله همکاري پراخه او ښه کړي.

ګوتیریش وویل ټول هیوادونه به د صنعتي تولیداتو له امله هوا ته د خپریدونکي ګاز او لوګي اندازه تر راتلونکي کاله پورې باید ۴۵فیصده کم کړي او تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې يي بلکل صفر ته ورسوي.

د سیپتمبر په ۲۴ لمړنۍ عمومي ویناوې پیل شوې او په ۲۵ د غړو هیوادونو د مشرانو په لیدنو کې به په نړیوال صحي پروګرام غور او بحث کوي.

د سيپمبر په ۲۶ د نړایوال پرمختیايي پایداره ودې په هدف عمومي غونډه کیږي او د نړیوالو پرمختیايي پروژو د تمویل او تطبیق لپاره به عالي غونډه جوړې شي . وروستۍ جلسه به يی د ټولو اتومي وسلو د له منځه وړلو په نوم نړیواله ورځ اعلان کړي.

د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کلونو لپاره په نوبتي توګه د ګانا هیواد دا چانس لري چې د هال په لمړۍ څوکۍ کې کښیني او د ملګرو ملتونو د دود له مخې به د عمده کمیټې په غونډو کې هم لمړۍ څوکۍ ولري او باقي غړي هیوادونه به د انګلیسي الفبا په ترتیب ځای نیسي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG