د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان به د نوي حکومت په جوړلو کې زمونږ نقش ونه مني


طالبانو څه باندې یوه میاشت کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او سره لدې چې د دې ډلې مشرانو د "ټولشموله" حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه خو د نړیوال ټینګار سربیرهله طالبانو پرته بله څیره، اقلیتونه او یا ښځې د دوی په کابینه کې ندي شاملې شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش هم ویلي چې په افغاستان کې د ټولشموله حکومت په جوړلو کې ددې نړیوالې ادارې د منځګړتوب وړتیا "محدوده ده. ښاغلي ګوتریش همدارنګه ویلي دا یواځېیو "خیال" دی چې ګواکې دا نړیواله اداره به د افغانستان ستونزه حل کاندي.

هغه زیاته کړه، " هغوي (نړۍ) د ټولو امکاناتو سره سره ونه توانیده چې د افغانستان ستونزه حل کړي. دا چې فکر کیږي مونږ اوس د امکاناتو او پیسو پرته دا ستونزه حل کولی شو چې هغوي په لسیزو کې ونشوی کړی، یو خیال دی. "

د ملګرو ملتونو مشر په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي دي چې هر څه چې د دې ادارې په وس کې وي، د افغانستان څخه یې نه دریغوي.

انتوني ګوتریش وویل چې د افغانستان د ولس سره د مرستې په خاطر یې د طالبانو سره ګډ کار کول پیل کړي خو زیاتوي چې د "معجزې توقع باید ونشي. "

هغه وویل، " ملګري ملتونه ښایي طالبانو سره ګډ کار وکړي خو دا اسلامي غورځنګ به د نوي حکومت په جوړیدو کې د د ملګرو ملتونو نقش ونه مني. "

ښاغلي ګوتریش د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې نه وړاندې ویلي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره طالبانو ته د قناعت ورکولو د هڅو ملاتړ کوي خو زیاتوي چې دا نړیواله اداره پدې برخې کې د منځګړتوب محدود نقش لري.هغه وایي چې "د یوې نړیوالې ادارې په توګه زمونږ تمرکز باید د افغانستان د ولس په ملاتړ کولو وي. "

د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د افغانستان تقریباً نیمایي وګړو په بهرنیو مرستو اتکا درلوده خو د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې له یوې خوا په افغاستان د بهرنیو مرستو بندیدو او له بلې خوا وچکالي او د خوراکي موادو کمښت ښایي شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان د لوږې سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولو په تازه غونډې کې چې په ژنیو کې وشوه، حکومتونو د څه باندې ۱.۱ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړله. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې دا بشري مرستې باید په طالبانو د یوې آلې په توګه وکارول شي چې هغوي د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون اساسي حقونو ته درناوی ولري.

د طالبانو سر پرسته کابینه تر اوسه هیڅ یو هیواد په رسمیت نده پیژندلې او هغه څه باندې ۹ میلیارده ډالر چې افغانستان یې په بهرنیو هیوادونو کې د ذخیرې په توګه لري، لا هم کنګل دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره باید لارې چارې ولټول شي چې نغدې پیسې پکې ځای پر ځای شي.

XS
SM
MD
LG