د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: فساد د سولې او افغانانو سوکالۍ پر وړاندې لا هم یو ستر خنډ دی


د اداري فساد سره د مبارزې په اړه د ملګروملتونو په یو نوي راپور کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې دوامداره او اغیزمنې هڅې د دغه هیواد د راتلوونکي لپاره خورا مهمې ګڼل شوي او له افغان مشرانو غوښتل شوي، چې فساد سره مبارزې ته دې لومړیتوب ورکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په افغانستان کې د فساد د شتون په اړه خپل څلورم کلنی راپور نن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) خپور کړ.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانانو د راتلوونکي لپاره مهمه ګڼل شوې او ویل شوي، چې په دغه هیواد کې د اداري فساد پروړاندې پخوانۍ هڅې لاهم د ډیرو افغانانو په ژوند مثبته اغیزه نه ده کړې.

راپور وايي: "د ډیرو قانوني او پالیسۍ ریفورمونو او صلاحاتو سربیره، چې ترسره شوي، د افغانستان د اوږدمهاله سولې او سوکالۍ په وړاندې فساد لا هم یو تر ټولو مهم خنډ پاتې شوی دی".

د ملګرو ملتونو دغه کلني راپور، چې د اداري فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه: د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده - تر سرلیک لاندې خپور شوی په کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د فساد پروړاندې اصلاحات، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټکني شوي او همدارنګه د تیرو کلونو په پرتله په دې برخه کې ډیر لږ د قانون جوړونې او ستراتیژیک نوښتونه ترسره شوي دي.

په دغه راپور کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې میرمن دیبرا لاینز ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګیدل او د کرونا د ویروس د وبا د ناورین سره مبارزه او د یو هوسا افغانستان رامنځ ته کیدل په دغه هیواد کې روڼتیا او حساب ورکوونې بهیر پلي کیدو ته اړتیا لري

دا راپور وايي، له اداري فساد سره د مبارزې د افغانستان د ۲۰۱۷ کال سترایژي، چې د لنډ مهاله پالیسۍسند و، له کوم بدیل پرته همدغسې پریښودل شوې ده.

دا راپور وايي، هغه اداري تشې، چې په دواړو، ستراتیژۍ او پلي کیدو کې د ځنډیدلي پرمختګ له امله پرتې وې د اداري فساد پر وړاندې، د خپلواک کمیسیون په رامنځ ته کولو چې تمه یې کیدله، ډکې نشوې.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز هڅو یادونه شوې او ویل شوي، چې دغه مرکز د فساد پر وړاندې د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو قضیې څیړلي دي.

د یوناما په راپور کې حکومت ته سپارښتنه شوې، چې د واقعیتونو پر بنا دې د فساد پر وړاندې یوه ستراتيژي ترتبیب کړي، چې پر تیرو لاسته راوړنو ولاړه وي او له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون دې ژر ترژره جوړ شي، چې د فساد اړوندو پلټنو او نیونو په برخه کې د قانون د حاکمیت وړتیا لوړه او پر بنسټ یې د عامه منابعو دڅارنې مدیریت پیاوړی شي او د عدلي قضایي برخې د خپلواکۍ په چټکوالي سره دې د عدلي او قضایي سکټور اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې میرمن دیبرا لاینز ویلي، چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې په نورو برخو کې پرمختګونه خورا مهم دي.

میرمن لاینز وايي، چې نړیواله ټولنه له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده، چې له کبله یې افغانستان ته نړیواله پاملرنه کمیږي.

میرمن لاینز وویل " تمه ده چې په جنیوا کې د پرمختیا د همغږۍ په راتلونکي کنفرانس کې به له افغانستان سره تر ډیره بریده نړیوال ملاتړ ته چې ډیره اړتیا ورته ده، بیا کتنه وشي، خو دغه هیواد ته په کار دي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ولري. "

دا راپور وايي، ملي شورا له اجراییه قوې سره د فساد پر وړاندې د اصلاحاتو په برخه کې همکاري کوي او نړیواله ټولنه او مدني ټولنې هم د داخلي حساب ورکولو د پیاوړتیا په برخه کې له فساد سره د مبارزې د اصلاحاتو ملاتړ کوي.

ملګري ملتونو ویلي، چې ژمن دي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

افغانستان په هکله د ژنیوا کفنرانس ټاکل شوی، چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې دغه هیواد سره د مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازو په ګډون د سویس د ژنیو په ښار کې جوړ شي.

افغان حکومت د " یوناما" دغه نوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. خو افغان حکومت چارواکو تل ویلي، چې د فساد سره مبارزه د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري او د فساد پر وړاندې یې یو لړ کوټلي ګامونه هم پورته کړي دي.

افغان حکومت د دغو اقداماتو په ډله کې د عدلي او قضايي مرکز جوړیدولو یادونه کوي او وايي، چې یو شمیر لوړ پوړې چارواکي په دغه مرکز کې محاکمه شوي او زندان ته اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG