د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په رسمي توگه د پاریس له تړون نه وځي


د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون موافقه د ٢٠١٦ د نوامبر په څلورمه په پاریس کې وشوه
د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون موافقه د ٢٠١٦ د نوامبر په څلورمه په پاریس کې وشوه

د امریکا د متحده ایالاتو په رسمي توگه ملگرو ملتونو ته یو یاداشت سپارلی چې غواړي د پاریس د اقلیم د بدلون له تړون څخه ووځي. خو دا یې هم ويلي دي چې که د تړون شرطونه ښه شي امریکا به بيا په دې تړون کې شامله شي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گتریس په یوه اعلامیه کې ویلي چې "ملگري ملتونه د امریکا هر هغه اقدام ته هر کلی وایي چې د پاریس په تړون کې دخیل اوسي".

د امریکې د بهرنو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې امریکا به د پاریس له تړون نه د وتلو د پروسې په ترڅ کې چې ښایي درې کاله وخت ونیسي، د اقلیم د بدلون په نړیوالو غونډو کې گډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې "د امریکا متحده ایالات د اقلیم د بدلون د پالیسۍ په اړه د یو انډول دریځ ملاتړ کوي چې د مضرو گازونو د کمیدو سبب شي او په عین حال کې د اقتصادي ودې او د انرژۍ د امنیت تضمین وشي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان ویلي چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ، غواړي د پاریس د تړون په موافقه کې دخیل اوسي خو په دې شرط چې ددې هیواد تجارت، پانگې اچونې، کارگرانو، خلکو او مالیه ورکوونکو ته مطلوب اوسي.

جمهور رئیس ټرمپ د ٢٠١٧ کال د جون په میاشت کې د پاریس د اقلیم له تړون نه د وتلو په اړه خپل تصمیم اعلان کړ او وویل چې دغه موافقه د "د امریکا خلکو ته ډیره غیر منصفانه ده."

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د پاریس د اقلیم تړون د امریکا متحده ایالاتو ته د "ترلیونونو" ډالرو په بیه تمامیږي او په دې هیواد کې کار وبار او سوداگرۍ ته تاوان رسوي.

د پاریس د اقلیم له تړون د وتلو لپاره د ښاغلي ټرمپ د ادارې د تصمیم په وړاندې په امریکا کې د چاپیریال ساتنې پلوي ټولنو سخت اعتراضونه کړي دي. حتا تر دې چې د امریکا د یو شمیر سترو ښارونو ښاروالانو ژمنه کړې او ویلي یې دي دا چې د ښاغلي ټرمپ اداره څه کوي د هغوی خپل کار دی، خو دوی به د پاریس موافقې ته ژمن پاته شي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ کې کله چې باراک اوباما جمهور رئیس و د پاریس موافقه ومنله. ددې موافقې له مخې امریکا ژمنه وکړه چې د خپلو مضره گازونو کچه د ٢٠١٥ کال پورې له ۲۶ نه تر ۲۸ فیصدو پورې راټیټه کړي.

XS
SM
MD
LG