د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو پر وړاندې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک؛ امریکا سپینه رایه وکاروله


امریکا د ملګرو ملتونو هغه پریکړه لیک ته سپنه رایه ورکړه چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو ودانیزې چارې غندلي دي.

پریکړه لیک کې له اسرائیلو غوښتل شوي چې د ښارګوټو جوړولو بهیر ودروي.

امریکا معمولاً د اسرائيلو په ملاتړ دغه شان فیصلې ردوي خو دغه پریکړه لیک ته یې ممتنع رایه وکاروله او د امنیت شورا ۱۴ نور غړي سملاسي له مثبتو رایو کار واخېست.

د تازه پریکړه لیک پر وړاندې ډیر ژر متفاوت غبرګونونه وښودل شول.

د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک د اسرائیلو ضد او "شرمونکی" یاد کړی دی.

اعلامیې کې لیکل شوي چې د بارک اوباما ادارې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو په ساتلو کې ناکامه شوه.

صدراعظم نتنیاهو ویلي: "اسرائیل په تمه دي چې له منتخب جمهور رئیس ډانلد ټرمپ او په کانګرس کې له خپلو ملګرو سره کار وکړو."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کری یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک " تاوتریخوالي، پارونکي کړنې او د ښارګوټو جوړول غندي او له دواړو غاړو غواړي چې د روان حالت د بدلولو لپاره رغنده ګام پورته کړي."

څلورو هېوادونو- نوي زیلاند، مالیزیا، سینګال او ونزویلا دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی و. د جمعې ورځې تر رایې اچونې وروسته اسرائیل له نوي زیلاند او سینګال څخه خپل سفیران راوبلل. اسرائیل له مالیزیا او ونزویلا سره دیپلوماتیکه اړیکه نه لري.

د فلسطین پر اشغالي خاورو د اسرائیلو لخوا د ښارګوټو جوړول له هغو ستونزو دي چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ یې د سولې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي دي.

امریکا او اروپا د ښارګوتو له جوړولو څخه نیوکه کړې او له اسرائیلو یې غوښتي چې خپلې رغنیزې چارې ودروي.

XS
SM
MD
LG